څلورم ځل ديدن

څلورم ځل ديدن

د ملي سرود د اورېدو پرمهال ګډونوال د درناوي په پار ودرېدل، ورپسې د تلاوت لپاره ډاکتر امان الله اسلمي سټېج ته راغى او بيا صادق الله صادق له هرکلي سره سم د تېرې غونډې ګزارش بهيروالو ته واوروه.

تکړه شاعر اسير ميشواڼى، استاد عبدالله رياض، محمد غزا نوري او سيدسالار خادم د مېلمنو څوکيو ته راوبلل شول.

ورپسې سيد سالار خادم د بهير د لا ښه کېدا لپاره ځينې لارښوونې د وخت په ارزښت سره پيل کړې، چې موږ بايد په خپل وخت راشو او د وخت قدر وکړو، بيا يې د ديدن ادبي بهير مشر صادق الله صادق ته خراسان پوهنتون کې د ماسټرۍ برنامې د برياليتوب مبارکي ورکړه او په راتلونکي ناستو کې يې د لکچر وړاندې کولو، مخ کتنو او ستاينغونډو وړانديز وکړ.

د خبرو لمن يې داسې راټوله کړه: کله چې غونډه اوږده شي، نو ګډونوالو ته بايد تمثيلي پارچه هم وړاندې شي، ګټه به يې دا وي چې هم به مو نندارې يا تياتر ته کار کړى وي او هم به مو ملګري له خسته ګۍ راويستي وي.

ورپسې د راغلي مېلمه شاعر اسير ميشواڼي په غزل سره مشاعر پيل شوه، چې: امان الله اسلمي، الفت الله ساحل، اکرام الله رحمتي، جواد لايق، دانشمل رسا، زاهد احمد، سپين غر ګلابزى، سليمان سرباز، سيد مرتضى تاجزاده، شکور خان سهاک، شمس الرحمن ناتار، شوکت الله شان، صادق الله صادق، طيب سکون، عاشق الله بېتاب، عائشه ثنا، عبدالله رياض، فرمان الله دانشيار، فريد الله زاهد، فيصل احمدزي، قلندر پاچا، محب الله ماموند، ممتاز دانش ريحان، نثار ځواب، نظيف الرحمن نيازي، هجرت الله باور او ياقوت شاه اميري خپلې غزل په وار سره واورولې.

د ارزونې لپاره تکړه شاعر او ليکوال اسير ميشواڼي په راغوښتو: د ملي سرود په اورېدو ډېره خوښي ښکاره کړه، د ټولو شاعرانو د شعرونو او غونډې د تنظيم ستاينه يې وکړه. بيا يې پسې زياته کړه:

کمزوري شاعران دې لا کوښښ وکړي، که نن يې په شعر کې يو يا دوه بيته ښکلي او په معيار برابر وي، زه باوري يم چې په راتلونکي کې به همدوى ددې خاورې ستر شاعران او ليکوالان وي او ناست کسان بايد ټولو شاعرانو ته ډاډ ورکړي، د بېلګې په توګه يې وويل په ځينو غونډو کې زياتره وخت د شاعر يا د ويناوالو د وينا پرمهال ناست خلک، څوک په خپلو کې سره پس – پسک کوي، يا په مبايل کې ګوتې وهي؛ خو دلته دا خبره نه وه او تاکيد کوم چې دا توجو او پاملرنه لا پسې ډېره شي.

شاعرانو ته يې په شعر کې د نوښت رامنځته کولو ترڅنګ دا هم وويل: چې شعر د زړه له درده وليکئ او هر شاعر يا ويناوال دې په هر ځاى کې مخکې له دې چې سټېج ته راشي، لومړى بايد له ځان سره خپل غزل يا وينا څو ځل تکرار کړي، نو بيا به ترې ګډونوال هم ښه خوند واخلي او دى به هم نه غلطېږي او د بيا راتلو وعدې سره يې خبرې راونغاړلې.

دا راز حزب الله شهباز ساپى، استاد عاشق الله نجيبي، استاد زبير حيات، ايمان دربان، عاشق الله خان، رحيم الله رومان او الياس خان د غونډې ګډونوال وو.

غونډه نېږدې غرمه مهال د فرحان خصوصي ښوونځي په انګړ کې پاى ته ورسېده. … ورى – ١٦مه – ١٣٩٨ل. کال

هجرت الله باور


آدب او کلتور

تبصره وکړئ

avatar