تبت لا هم په نړۍ کې تر ټولو ښه چاپيريال لري

تبت لا هم په نړۍ کې تر ټولو ښه چاپيريال لري

د چين نړیواله راډیو وايي، د چین د تبت کورواکې سيمې د يوولسمې دورې د ولسي کانګرس دريېمه غونډه تازه په لاسا کې پای ته ورسيده.

په غونډه کې خبر ورکړل شوی چې تبت په دې وروستيو مسلسلو کلونو کې د ايکولوژيکي امنيت د ساتنې او ابادۍ پلان عملی کړی دی. په ۲۰۱۹ کال کې تبت د هېواد د ايکولوژيکي چاپيريال د امنيت په ساتنه کې د ۱۱ مليارډ او ۷۰۰ مليونه يوانو پانګونه کړی چې په ايکولوژيکې ساحه کې د پانګونې د زياتوالي اندازه شل سلنې ته لوړه شوې او په ښارونو کې د هوا د ښه کيفيت لرونکو ورځو انډول ۹۹ سلنې ته رسيدلی دی، د اوبو کيفيت يې له معيار سره په پوره توګه سمون لري چې دا تاُمينيږي چې تبت لا هم په نړۍ کې تر ټولو ښه چاپيريال لرونکې يوه سيمه ده.




t