د هلمند والي په مشرۍ د چاپیریال ساتنې غونډه ترسره شوه

د هلمند والي په مشرۍ د چاپیریال ساتنې غونډه ترسره شوه

په جوړه شوې غونډه کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ د ګڼو دولتي ادارو ریئسانو هم ګډون کړی وو چي د چاپیریال ساتنې په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو او په دې برخه کې د پرتو ستونزو د مخنیوي په پار لازمې پریکړې وشوې.

په ټولیز ډول د غونډې ویناوالو په لښکرګاه ښار کې د چاپیریال ساتنې او پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړي او یو شمېر ستونزو ته يې د حل لارې پیداکولو او عملي اقدام مسایل هم شریک کړل.

د هلمندوالي تورنجنرال محمد یاسین خان د خبرو پرمهال وویل: د چاپیریال ساتني جوړ شوي کمېسیون دي خپلې چارې په عملي ډول پیل کړي او په ښار کې دي د هغه غیر قانوني کړنو مخه ونیسي چي چاپیریال ککړوي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: په حمامونو ، هوټلونو ، اشپزخانو ، نانوایيو څارنه دي ترسره کړي چي د ربړونو ، ټیرونو او پلاستیکونه ونه سوځوي ځکه چي چاپیریال اغیزمنوي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: هغه کسان چي د چاپیریال ساتني له قانون څخه سرغړونه کوي باید جریمه شي او ټولو ښاریانو ته باید د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندي شي ترڅو وهڅول شي چي د پاک چاپیریال په رامنځته کولو کې پوره ونډه واخلي.




t