د پاچا مېرمن

د پاچا مېرمن

له پنده ډکه کيسه:

ژباړه: عطا محمد مياخېل

د پاچا مېرمنې يو لېونی وليده, چې له ماشومانو سره يې لوبې کولې او په خپلې ګوتې سره يې په ځمکه باندې کرښې کښلې.
ترې وې پوښتل: څه کوې?
وې ويل: کور جوړوم.
وې پوښتل: دا کور خرڅوې?
وې ويل: هو.
وې پوښتل: بيه يې څو ده?
لېوني يوه بيه ووېلې!
د پاچا مېرمنې امر وکړ, چې هغه پيسې لېوني ته ورکړئ; لېوني پيسې واخيستې او په بېوزله کسانو باندې يې ووېشلې.
د شپې پاچا خوب وليده, چې جنت ته تللی دی, يوه کور ته ورسېده, غوښتل يې چې ور ننوځي, خو د ننوتلو اجازه ور نه کړل شوه او ورته وويل شول, چې دا کور ستا د مېرمنې لپاره دی.
بله ورځ پاچا د دې هر څه په اړه له خپلې مېرمنې څخه پوښتنه وکړه; مېرمنې يې د هغه لېوني کيسه ورته وکړه.
پاچا لېوني ته ورغی, ګوري چې له ماشومانو سره لوبې کوي او کور جوړوي.
وې پوښتل: دا کور خرڅوې?
لېوني وويل: هو.
پاچا وپوښتل: بيه يې څو ده?
لېوني داسې بيه ووېلې, چې په نړۍ کې نه وه.
پاچا وويل: زما په مېرمنې دې په ډېره کمه بيه پلورلی دی!
لېونی په خندا شو او وې ويل: مېرمنې دې ناليدلی واخيسته او ته يې ليدلی اخلې.
د ښو کارونو ارزښت دا دی, چې د الله (ج) د رضا لپاره وي, نه له الله (ج) سره د معاملې لپاره.




t