محبوب ته مې سور ګل

محبوب ته مې سور ګل

جان بلانکارد له کوچ نه پاڅېد, خپلې نظامي جامې یې سمې کړې,د هغو خلکو ګڼه ګوڼې ته په کتو شو چې له مرکزي تمځای څخه پر خپلو لارو روانېدل. هغه په داسې نجلۍ پسې ګرځېده چې د هغې څېره یې هېڅکله نه وه لیدلې, خو د هغې زړه یې پېژنده.نجلۍ له یوه سره ګل سره.
له دیارلس میاشتو راهیسې له هغې سره مینه پیل کړې وه. د فلوریدا په یوه مرکزي کتابتون کې کله یې چې له المارۍ څخه کتاب راواخیست, حس یې کړ چې مین شو,د کتاب پر کلیمو نه,مین پر هغو کرښو چې په حاشیو کې لیکل شوې وې.داسې لاسلیک چې د هوښیار ذهن ښکارندوی و. جان وکړی شو په لومړي مخ کې د کتاب د خاوند نوم پیدا کړي : (آغلې هالېس مې نل ) .
د لږ وخت په ځانګړي کولو او لټون سره یې وکړی شول آغلې هالېس وموندي.
جان یو لیک ورته وکاږه , ځان یې ورپېژنده او ترې ویې غوښتل چې د لیکونو راکړه ورکړه سره پیل کړي.
بله ورځ جان په دې پار په کښتۍ کې سپور شو چې په دویمه نړیواله جګړه کې خدمت وکړي.په دغو دریارلسو میاشتو کې د لیکونو د تبادلې په ترڅ کې یې وکړی شول یو بل ډېر وپېژني.هر لیک داسې و لکه د زړه پر حاصلخېزه ځمکه باندې چې یو زړی وپاشل شي او ورو ورو د مینې بوټی په ټوکېدو شي.
جان انځور ترې وغوښت,خو آغلې هالېس ونه منله. هالېس داسې ګڼل که چېرې جان د زړه له کومې هغې ته پاملرنه ولري,ظاهري شکل به بیا ورته بې ارزښته وي.خو بلاخره د جان د راستنېدو ورځ راورسېده,هغوی د لومړی ځل لیدو وخت وټاکه: د نیویارک په مرکزي تمځای کې ,ماښام اووه بجې.
هالېس لیکلي و: ( ته به ما د هغه سره ګل له مخې وپېژنې چې زه به یې پر خولۍ ږدم).
پوره په اووو بجو جان په هغه نجلۍ پسې ګرځېده چې زړه یې ډېر پرې ګران و,خو مخ یې هېڅکله نه و لیدلی. پاتې کیسه به جان پخپله درته وکړي :
یوه ښکلې مېرمن زما خوا ته راروانه وه. لوړه ونه او ښکلی اندام یې و. طلایي ويښتان یې حلقه حلقه د وړو غوږونو شاوخوا راټول شوي وو. شنې سترګې یې لکه شنه ګلان,په تکو شنو جامو کې ښکلي پسرلي ته پاتې کېده. ما بېواکه د هغې پر لور قدم واخیست,پام مې نه و چې د هغې پر خولۍ هغه نښه چې سور ګل و , نشته. لږ ورنږدې شوم. خوندوره موسکا یې وکړه,خو کرا یې وویل: ( اجازه راکوئ تېره شم?) . بې اختیاره یو ګام بل هم ورنږدې شوم او دغه وخت کې مې آغلې هالېس ولیده. نږدې څلوېښت کلنه ښځه چې خړ ویښتان یې تر خولۍ لاندې ټول کړي وو. لږ چاغه, غټې پونډۍ چې چپلي بوټ یې پښو وو.
د شنو جامو څښتنه نجلۍ له ما لرې کېده. حس مې کړ چې په دوو لارو کې ولاړ یم. له یوې خوا یو هیښنده شوق او هیلې د شنو جامو لرونکې نجلۍ خوا ته غوښتم, هاخوا بیا هغې ښځې سره ژورې علاقې پاتې کېدلو ته هڅولم چې اروا یې د کلمې پر واقعي مانا پوهولی وم.
هغه هلته ګونځې مخ , الوتی رنګ , خړې سترګې چې له مهربانۍ ځلېدې ولاړه وه , ډېره غلې او درنه ښکارېده.نور مې نو ځان دوه زړی نه کړ. یو کتاب مې لاس کې و, شین چرمي پوښ, چې زما د پېژندلو نښه وه. هماغه وخت پوه شوم چې هېڅ مینه پکار نه ده.
خو داسې شی مې موندلي و چې تر مینې یې ارزښت ډېر و. با ارزښته ملګرتیا , چې کولی مې شول ټول عمر پرې وویاړم .
د درناوي او ستړي مشي په پار کوپ شوم او د پېژندګلوی په موخه مې کتاب وروړاندې کړ. خو سره له دې کله مې چې خبرې پیل کړې د خبرو تریخوالي ته مې پخپله حیران شوم.
زه ( جان بلانکارد) یم او تاسو باید آغلې مې نل وئ.
ستاسو پر لیدو ډېر خوشحاله شوم. کېدی شي ماښام ډوډۍ ته زما بلنه ومنئ?
ښځه موسکۍ شوه, ویې ویل: زویه زه هېڅ پوه نه شوم!
خو هغه ځوانه مېرمن چې شنه کالي و او زموږ تر څنګ تېره شوه , له ما یې وغوښتل چې دا سور ګل پر خولۍ کېږدم او ویې ویل چې که تاسو زه د ماښام ډوډۍ ته وغوښتم, باید درته ووایم چې هغه د سړک هاخوا په غټ رستورانت کې درته په تمه ده.هغې راته وویل چې دا یوازې یوه ازموینه وه!
د آغلې مې نل د هوښیارۍ او ځیرکۍ له ستاینې ځان ساتل شوني نه و.
ژباړنه: م.ناصري




t