هغه نارینه چې غواړي جذاب او خوش تیپ ښکاره شي

هغه نارینه چې غواړي جذاب او خوش تیپ ښکاره شي

۱:خپل ورځنی لباس ته مو ډیر اهمیت ورکړئ!

هغه لباسونه چې روزانه یې کاروې ستاسې لپاره ډیر مهم دي.ځنې فکرکوي چې ،دا چې د ورځني نوم دا لباسونو ته ورکول کیږي نو نه باید چې ډیر پاملرنه ورته وشي. خو؛ دا موضوع په بشپړه توګه ددې برعکس دی ، ورځني یعنې د ژوند یوه ډیره مهمه برخه ده نو د خپلو ورځنیو لباسونو د غوره ټاکلو لپاره ځانته وخت وټاکې .  دیو ښه او اموثر بدلون د رامنځته کولو لپاره رنګه بلوز/شرټ  وکاروې که چیرې د لوړو او مډرنو برنډونو کارونکې یاست نو تل د هغه برنډ څخه استفاده وکړی چې دمختلفو رنګونو درلودونکی وي او داسې وښایاست چې ستاسې په ذهن او تصور کې د شرټ/بلوزرنګ او هم ستاسې دقیافې او څیرې سره د هغې متناسب والې د هغی د مارک/نښې او برنډ په پرتله تاسوته ډیرمهم دی او درته غوره والې لري.

۲:یو ساده ځوان تل خوش پوش/شیک ښکاري!

ځوان یاست او غواړې چې ډیر جذاب او خوش لباس ښکاره شې همداسې! خوش لباس مګر؛ په خپل ظاهري څیره کې ډیر بداون مه راوړې.ډیري ځوانان لیوالتیالري چې دمشهورو کسانو په څیر ښکاره شي هفوی هڅه کوي چې خپل ظاهري قیافه هم دهماغه ځانګړو مشهورو کسانو ته ورته جوړ کړي .دا ډول کسان باید په یاد ولري چې دنودرو څخه د متفاوت اوسیدو لپاره دیته اړتیا نشته چې ځان عجیب او غریب جوړ کړي . که چیرې تاسو ډیر بدلون او متفاوت والې ته لیوال یاست نو، ستاسی په لباس کې باید نهایي تر درییو رنګونو کار شوی وي او د درییو څخه زیات رنګونه ستاسو جذابیت  له منځه وړي .بل مهم ټکی  ستاسو د ساعت په اړه دی .د ډیرو غټو ساعتونو څخه استفاده کول د نورو پام تاسو ته اړوي ؛او حتی تر دې زیات هم دا چې سره لدې چې د نورو پام تاسو ته واړوي د هغوی د تعجب او حیرانتیا لامل هم ګرځي.

۳:د ځان په اړه د حقیقي غبرګونونو جذبول!

د حقیقي غبرګونونو په لټه کې اوسې؛ډیرۍ کسان ستاسو د ظاهري بڼې په اړه خپل واقعي نظر تاسو ته نه وایي ،بلکې پټوی یي، حتی ځنې ممکن تاسوته د یو داسې ټیپ او مود تعریف کوی چې ښایې هیڅ ښه نه اوسې .نو! تاسو د هفه کسانوپه لټه کې اوسي چې تاسو ته صادق او رښتینې دي . د خپل ویښتانو د جوړونکې/آرایشګر څخه وغوتړې ترڅو د ویښتانو د هغه مډل په اړه چې تاسې یې د ځان لپاره غوره کړۍ،خپل نظر له تاسو سره شریک کړي. ممکن ستاسو آرایشګر ستاسو د ویښتانو د کمولو/لنډولو څخه مخکې پدې وپوهیږي چې دا مډل نه یواځې ستاسو د څیرې سره نه ښایي بلکې ستاسو څیره نورهم زشت او خراب ښکاره کوي.نو تل د حقیقي نظریاتو په لټه کي واوسې مهمه نده چي د نظر خاوند څوک دی.یو ملګرۍ ،یو همکار،ټولګیوال او یاهم د کورنۍ غړې کولې شي تاسې د بد پوشې یا بد ټاکنې څخه وژغوري.

۳: تبلیغاتي شرټ/بلوز ممنوع دی!

کله چې یو داسې شرټ/بلوز اغوندې چې د یو لړی تبلیغاتي لوګو درلودونکې وي نو تاس دیو متحرک تبلیغاتي بیلبورد په څیر ښکارې .پدې ډول شرت /بلوز باندې خط کش کړیاو پر ځای یې ددکلاسیک او هنري شرټونو څخه استفاده وکړی .

۴: نه تنګ او نه هم آزاد لباسونه!

ترټولو غوره پرمختګ چې کولې شې د خپلې ظاهري بڼې لپاره رامنځته کړې د دقیق او عاقلانه ټاکنې لرل دی ، د هغه لباسونو غوره مول چ په بشپړه توګه ستاسو د سایز او او اندازې سره برابر وي.

۵:پلورونکې باندې باور ونکرې!

داجناسو د پیر لپاره هیڅکله یواځې مه ځې ځکه چې د پلورونکو په خبره باور نشي کیدای . ډیر پلورونکې پدې اړه فکر نکوي چې داد لباس یا مډل تاسو ته ښایي او کنه؟هغوی یواځې د خپل خرڅلا او ګټې په اړه فکر کوي .خپل یو با سلیقه او خوش ټیپ ملګرې مو چې پّ اړه یې ډاډه یاست چې د هفه د نظریاتو څخه په استفادې سره کولې شې چې یو غوره ټاکنه وګړی او خوش لباس واوسې ، له ځانه سره د پیر لپاره ویوسی.

۶:کیفیت دمارک /نښه په ځای!

د پیر په وخت کې دا یوه ساده پوښتنه له ځانه وپوښتې. که چیرې ددي برند مارک پدې لباس باندې نه وای نو آیا بیاهم ما به دا لباس اخیستل!؟

واقیعت دی ! زیاتره کسان یواځي او یواځې د یو مارک په خاطر د یو جنس / لباس اخستلو ته لیوال کیږي . شک نشته چې ډیرې برندونه ډیر باکیفیت اجناس لري ،خو داسی برندونه هم شته چې صرف نوم لري او د اجناسو او تولیداتو کیفیت یې ډیر ټیټ وي .

د مارک په لټه کې مه اوسې د غوره اجناسو په لټه کې اوسې چې د روغتیا په ساتلو کې مو هم رول لري.آیا واقعآ د هغه لباس د مډل او طراح سره مینه لرې! که ځواب مو منفې وي په هماغه شیپه د پیر مرکز پریږدې.

۷: تل لنډ ویښتان:

ویښتان د افرادو په څیره باندې ډیر اغیز لري .هڅه وکړې خيل ویښتان تل لنډ او مرتب وساتې .لنډ ویښتان ستاسو مخ او څیرې ته نظم او انظباط  ورکوي . په ځانګړې توګه هڅه وکړی چې د غاړې د شا برخې و یښتان مو تل اصلاح کړۍ ،ځکه چې دلیدونکو په ذهن کې ستاسې  بد انځور رامنځته کوي .د ویښتانو اندازه مو که هرڅومره وي مخکې لدې چې ستاسو په ظاهري بڼه او قیافه کې بدلون رامنځته کړي او قیافه مو نامرتب کړی لنډ/ کم کړي.

۸: تل دقت وکړی!

بالاخره باید وواوی چې اندیښمن مه اوسې! حتی که د خپل لباس او اسټایل په اړه مو تیروتې هم یاست ځکه چې ځمکه په څرخیدو دی او همداسې خپل ګردش ته ادامه ورکوي.

دکور څخه بهر شې ؛ دپیر یو ښه او با کیفیت مرکز ته ولاړ شي . د خوش ټیپ او او جذابو خلکو سره اړیکه تینګه کړی ، خو دقت وکړی ؛ ډیر دقت!وګورې د ویښتانو هغه مډل جې د فلانه شخص سره ډیر ښه ښکارې او تاسو یې ځانته جدب کری یي و آیا له تاسو سره هم هماغومره ښه شکاري!؟

سکرف یا د غاړې دستمال چې فلانه ملګرې مو کاروي او ډیر ورسره شیک او جذاب ښکاري آیا ستاشړ د غاړې سره هم مناسب دی ؟یا داچې تاسې د لنډ غاړې لرونکې یاست او نه باید چې د غاړی دستمال څخه استفاده وکړی .ټولې ټکې په نظر ولرې او ډاډه اوسې چې څومره خپل لباس او اسټایل ته اهمیت ورکوی ، په هماغه اندازه مو ځان ته  همیت ورکړی.

۹: صفا او ځلیدونکې بوټان!

بوتانو باندې مو ښه مصرف وکړی او ښه وخت هم ورته ورکړی ځکه چې بوټان ستاسې د ټیپ مهمه برخه ده بوټان معمولآ ستاسې د ظاهري بڼې لومړنې برخه کڼل کیږې چې ستاسو د مخاطبینو او لیدونکو پام  تاسو ته اړوي ، په ځانګړې توګه میرمنې ډیر ژر او زیات دې برخي ته متوجه کیږي نو هڅه کوی چې بوټان مو تل پاک او ځلاند واوسي او ددې کار لپاره خپل بوټان هر وخت واکس کوۍ، حتی که ترټولو غوره لباس مو پرتن وي ، ناولی او په خاورو پوښل شوی بوټ کولې شي په یوه شیبه کې ستاسو ټول خواري له منځه یوسې .افسوس خبره ده چې د پنځه دقیقو واکس په خاطر خپل ټول اسټایل او شیپ تر سوال لاندې راولې  نو مهمه داده چې هوش او هواس مو باید تر هر څه زیات بوتانو ته مو اوسي.

۱۰:هیڅکله هم د صنډل سره جوراب مه کاروې!

سنډل هم عینآ د بوټانو په څیر ستاسې د سلیقې او نظم ښودونکې دی . ضروري دی چې یو ټکې تل په یاد وساتې و ستاسې سنډل که دکال د تر ټولو غوره مډل او غوره برند سندل هم واوسي دهغې سره د جوراب اغوستل په یوه شیبه ک کولې شي ستاسې جذابیت او شیپ خراب کړی . جورابې یواځې د هغه بوتانو سره کاریدای شي چې مخکنې برخه یې تړلې یا بند وي ، یا داچې د سپورټ لپاره ځانګړې شوی وي . پرته لدې د سنډل سره د جورابو کارول د مد او فیشن په نړۍ کې یو فجیع او زشت عمل ګڼل کیږي.

ژباړه: محبوبه سیرت

 

 

 

 

 




t