وېره

وېره

شرافت همت

— اکثره خلک محدود پاتې کیږي، دلیل یې دا ندی چې دوی وړتیا نلري، مګر د ناکامۍ وېره او شرم داسې پرې کوي.
— هغه خلک چې نه ویریږي، د خطرونو په وړاندې د ویرې نارمل عکس العمل نلري او دا خلک په رواني لحاظ سالم ندي، زیانونو سره مخ کیږي.
— اوس وخت کې تر ټولو لویه وېره ناکامي ده، مرګ په دوهم نمبر کې دی چې خلک ترې ډېره وېره لري.
— تر ټولو لوی زندان چې ډېر خلک پکې اوسیږي، هغه ویره ده، چې نور خلک به زما په اړه څه فکر کوي!؟
— وېره زمونږ ذهن ته دا فکر راغورځوي چې منفي او ناسم څه په پېښ شي، پداسې حال کې چې مونږ په حقیقت کې نپوهېږو چې څه به پېښ شي؟ ددې وېرې د ختمولو لپاره دا جمله ذهن کې کېنوئ چې مونږ نه پوهیږو چې څه به پېښ شي!
— زمونږ هدف دا ندی چې وېره له منځه یوسو، مونږ داسې کولی هم نشو، زمونږ هدف دا دی چې د خطرناکو لارو نه ځان وساتو.

— وېره زمونږ دښمنه نده، بلکه د دلایلو، احتیاط او عمل غږ دی چې له مونږ سره د سمې لارې په انتخاب کې مرسته کوي.
— زړورتیا دا نده چې ونه وېرېږې، بلکه دا ده چې د وېرې له احساسولو سره سره یو کار ته زړه ونیسې، ویره مونږ د خطر په وړاندې عکس العمل ته متوجه کوي، چې زمونږ په لاس او انتخاب کې دی.

#ارواپوهنه
#ژباړه




t