پاچا ته د ښوونکي پند

پاچا ته د ښوونکي پند

ژباړه: عطا محمد مياخېل

يوه پاچا دخپل زوی له پاره ښوونکی ونيوه . يوه ورځ ښوونکي پرته له کومې ګناه څخه, د پاچا زوی وواهه. داسې ورځ را ورسېده, چې پاچا مړ شو. زوی يې ستر شوی و.

د پلار په ځای پاچا شو. هغه چې د ښوونکي په وړاندې کينه اخيستې وه, چې ولې ښوونکي ورباندې ظلم کړی دی. ښوونکی يې خپل دربار ته را وغوښته, تر څو هغه ته سزا ورکړي. له ښوونکي څخه يې پوښتنه وکړه: په ماشومتوب کې ولې پر ما باندې ظلم وکړ او زه دې ووهلم?

ښوونکي وويل: غوښتل مې چې پند درکړم, چې د وهلو او ظلم کولو درد وڅکې, تر څو دې په ياد وي, کله چې د واک او ځواک خاوند شوې, په هېچا باندې ظلم او تېری ونه کړې. پاچا د دې درس له پاره, ښوونکي ته د سزا پر ځای ډالۍ ورکړه.

خپلو اولادونو ته په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې درس او پند ورکړئ, نه په ستروالي کې.




t