په هره جمله یوه دقیقه فکر وکړئ

په هره جمله یوه دقیقه فکر وکړئ

۱- پوهیږۍ د موټر د مخې هېنداره ولې دومره غټه خو د عقب یا شاته لیدو هغه وړه؟ ځکه تیر د راتلونکې په پرتله ډیر ارزښت نلري.نو تل مخ ته ګوره او دوام ورکړه.

۲- ملګرتیا د کتاب په شان ده. اور اخیستل یې څو شېبې غواړي خو لیکل یې کلونه وخت غواړي.

۳- په ژوند کې هرڅه موقتي دي خوند ترې واخله، تل دوام نکوي. که بد تیریږي اندیښنه مه ورته کوه تل دوام نکوي.

۴- پخواني دوستان طلا ده! نوي بیا الماس دي. که دې الماس ترلاسه کړل طلا مه هیروه ځکه د الماس د ساتلو لپاره د طلا قاب ته اړتیا ده.

۵- تل چې کله امید له لاسه ورکوې اوفکر کوې چې د کرښې پای ته را ورسیدې، الله تعالی درته خاندي او وایي: ارام اوسه ګرانه دا یوازې یوه پاڼه ده نه پای.

۶- کله چې الله تعالی ستا ستونزې حل کوي ته یې پر قوت ایمان لرې. خو کله چې الله تعالی ستا ستونزه نه حل کوي نو ستا پر وړتیا باور لري.

ژباړه: امين تسل




t