ژوند ښکلی دی

ژوند ښکلی دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د مڼې ونې ته وګوره، ښایي پنځلس سوه مڼې پکې نښتې وي، چې هریوه مڼه یې لس زړي لري، ډېر زړي لري که نه؟ ښایي پوښتنه وکړو: له دې دومره زړو څخه ولې څو دانې ونې را شنې کېږي؟ په دې ځای کې طبیعت موږ ته یو څه را زده کوي: ډېری زړي هېڅکله نه را شنه کېږي او نه هم وده کوي، نو که چېرې واقعاً غواړئ، چې یو څه را منځته شي، نو غوره ده، چې څو څو ځله هڅه وکړئ.
له دې مطلب څخه کولای شو، دا پایله ترلاسه کړو:

ـــ باید په شلو مرکو کې ګډون وکړې، ترڅو یوه ښه دنده ترلاسه کړې.

ـــ باید له شلو کسانو سره مرکه وکړې، ترڅو یو مناسب کس په کار وګمارې.

ـــ باید له پنځوسو کسانو سره خبرې وکړې، ترڅو یو موټر، کور، برقي جارو او یا حتا خپل محصولات وپلورې.

ـــ باید له سلو کسانو سره آشنا شې، ترڅو یو ښه او زړه خوږی ملګری پیدا کړې.

کله چې د زړي ( دانې ) په قانون باندې ځان پوه کړو، نو هېڅکله نه ناهیلي کېږو او په آسانۍ سره د ماتې احساس نه کوو. باید د طبیعت په قوانینو باندې ځان پوه کړو او له هغو څخه درس واخلو.

بریالي کسان، چې هرڅومره ډېرې ماتې خوري، نو په هماغه اندازه ډېر زړي کري.




t