که جګړه نه وای! بخت مرجان بختیار

که جګړه نه وای! بخت مرجان بختیار

– نړیوال سوداګر به راتلل، دلته به یې پانګه اچونه کوله، کمپنۍ به یې خلاصولې، په هرو سلو افغانیو کې به یې حد اقل شل افغانۍ دولت ته اچولې، هرې کمپنۍ کې به افغانان پر کارونو مصروف ول، بچک مې نه و، چې له افغان انسان سره یې سیالي کړې وای.– همدا اوس په هېواد کې خوا و شاه ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي، چې که په هر ښوونځي کې حد اقل ۱۰۰۰ کسان هم فرض کړو،۴۰۰۰۰۰ کسان کیږي. که جګړه نه وای، نن به د شته زده کوونکو باوجود څلور سوه زره نور قلمونه د افغانستان لپاره خوځېدل او د دوو لسیزو په داخل کې به مو د هغو نورو با وجود دغه څلویښت زره کسان هم ټولنې ته وړاندې کړي ول، که له هرو سلو هم نه، له زرو کسانو یې یو کس له صادقانه فکر سره د ملت او خاورې د رغېدا پر نیت راوتی وای، د فکر ۴۰۰ هستۍ به مو لرلې، چې مکلمله کابېنه ترې جوړېدای شي. – همدا اوس چې د مخابراتي شبکو له لوړو بیو سرټکوو، لامل دا دی، چې په ټول افغانستان کې د اټکل له مخې خوا وشا ۷ میلیونه کسان له موبایل ګټه اخلي، که دغه ۷ میلیونه نفوس پر ټولو شبکو ووېشو، ښایي یو یو میلیون یې ورسیږي، هغوی چې په دومره ډېره مصرف یوازې یو میلیون کسانو ته خدمتونه وړاندې کوي او له یو میلیون کسانو خرڅه اخلي، طبعا عاید کم دی. خو د افغانستان نفوس د نوې احصایې له مخې خوا و شا ۳۱ میلیونه اټکل شوی دی، که ۱۰ میلیونه یې ماشومان فرض کړو، باقي ۲۱ میلیونه یې د موبایل کارونې خلک دي، که جګړه نه وای، شبکو به د افغانستان په هر کلي کې خپل انتنونه لګولي ول، د خلکو ذهنیت به دې ته چمتو و، چې انټرنیټ وکاروي، پر تلیفون خبرې وکړي، کارت جمع کړي او… دا ټول به یوه اړتیا وه، لکه چې دا اوس ده او پر همدې اړتیا به ټول ملت پوه و. مانا دا چې د شبکو له همدې خدماتو به تر دې درې چند زیاتو خلکو ګټه اخېسته، نو پیسې به تر دې درې چند ډېرې ورتلې، بیې به یې تر دې درې چند کمې وې. یانې اوس چې ۱GBنیټ په ۲۵۰ افغانۍ دی، بیا به یو جي بي په خوا و شا ۸۰ افغانۍ و. د یوې دقیقې لګښت به له یوې افغانۍ هم کم و. له بلې خوا؛ اوس ۷ میلیونه کسان دولت ته ۵٪ مالیه ورکوي، بیا به دغه مالیه درې چنده ډېره ورتله. یانې اوس چې په ۷ میلیونو کسانو کې تخمینا یو میلیون کسان د ورځې پېنځه افغانۍ مالیه ورکړي، نو ۵ میلیونه کیږي، بیا به هره ورځ خوا و شا ۱۵ میلیونه افغانۍ مالیه یوازې دولت ته تله، چې د میاشتې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ کیږي، د کال یې بیا تاسو در حساب کړی. – د هند اقتصاد له دوو لارو پر پښو ولاړ دی، یو یې بالیوډ سینما او بل یې کرکټ. که جګړه نه وای، لومړی خو مو له سینماګانو حیرانوونکی عاید تر لاسه کولای شو، که له دې را تېر شو، نو کرکټ مو په ټول هېواد کې میلیونونه مینوال لري، APL لیگ به په دوبۍ کې نه کېده، همدلته د کابل په لوبغالي کې به کېده، نړیوال لوبغاړي به ډاډه راتلل، د امنیتي ستونزو وېره به نه وه، لوبغالي ته هر ننوتونکي کس به ۲۰۰ افغانۍ ټکټ پرې کاوه، دا چې هغه لوبغالي کې څومره کسان ځاییږي، په دې پیسو پسې یې تاسو کلکولیټر راواخلئ! – یوازې په تېرو لسو کلونو کې څه کم یو میلیون افغانان معلولین شوي دي، که جګړه نه وای، له دغو یو میلیون کسانو سره هغه کېدونکې مرسته به د هېواد په بچټ کې راتله، میلیون پښې او لاسونه به له وجودونو نه غوڅېدل. پر وژل شویو خو به نه سره غږیږو. – که جګړه نه وای، میلیونونه کورونه به نه ورانېدل، زرګونه پول چکونه به بمونو نه الوځول، د سلګونو ښوونځیو دیوالونه به مرمیو نه خوړل او… – که جګړه نه وای، یو ټول شموله ثبات به موجود و، ځنګلونه به نه وهل کېدل او ګاونډیو هېوادونو ته به نه تلل، هره ورځ چې کومې پیسې د مرمیو توغولو په نوم شخصي جیبونو ته ځي، دا به ساتلې وې، پخپله چې همدا اوس په جګړه دولت څومره خرچه کوي، زه باوري یم، چې ارقام یې حیرانوونکي دي، دا به ساتلې وې او… که جګړه نه وای، یو ودان افغانستان به و، انسان به یې له هره اړخه یو نړیوال انسان و، ژوند به مو پېژندو، د ژوند کولو سوچ به و، هدېرې به له کلیو د غرونو سرونو او ښارونو ته نه رسېدې.


ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar