لمونځ/ سیار هلمند

لمونځ/ سیار هلمند

دلته د شپې دوه بجې دي، پاک رب ته په لمانځه ودرېدم، وروسته له لمانځه مې بادار ته د دعا لپه پورته کړه،
ډېرې غوښتنې مې ځنې وکړې،
چې په هغو غوښتنو کې د ځان او کورنۍ او نورو مسلمانانو د هدایت او ښه ژوند غوښتنې شاملې وې،
خو عجیبه پېښه دا راسره وشوه چې نن مې د بل هروخت خلاف نه یواځې چې مسلمانانو ته بلکه هغه خلکو ته چې خدای نه مني او په عامه اصطلاح کافران دي هم ژوندو ته د هدایت او مړو ته مې یې د پاک رب نه د جنت غوښتنه وکړه.
او له خپلو تېرو دعاګانو نه پېښمانه شوم چې درېغی مخکې مې هم ملحدینو ته د جنت غوښتنه کړې وای، د بادار دربار خو هسې هم لوی ده نو ما ولې کنجوسي کوله؟




تبصره وکړئ

avatar
t