تراوېح نفلي عبادت دی !

تراوېح نفلي عبادت دی !

ولې په لوی لاس مسلمانان له دې عبادته محروموئ ؟
په لسګونو ځوانان ګورم تراوېح نه کوي ، وايم تراوېح وکړه وی د لاسه مې نه شي ، وايم اته وکړه ، وی ملا صيبان وايي چې اته رکعته نه کيږي
وا د خدای مخلوقه يو څوک سل روپۍ صدقه نه شي ورکولی نو ته به ورته وايې لس روپۍ مه ورکوه اجر نه لري
او بل اته رکعاته خو په صحېحو احاديثو ثابت دي نو چې پيغمبر عليه السلام نه ثابت وي نو ستونزه څه ده؟
که يو څوک شل رکعته په جماعت او ختم وکړي البته سم ختم او سم تلاوت ، نه درز غوبل نو غوره خبره ده ، اجر به يې ډېر وي ، که ختم نه شي کولی نو يواځې به څه ګناه وشي ؟ که شل نه شي نو اته به څه ګناه وشي ؟ او بيا له هغه شل رکعته درز غوبل څخه به دغه اته رکعته په ارامه ، خشوع او خضوع سره په مراتبو بهتر نه وي ؟ يقينا چې وي به .
پرېږدئ چې خلک د خپلې وسې مطابق تراوېح وکړي ، په دې سختۍ يې له ثوابونو په کلي ډول مه محروموئ .
يسروا ولا تعسروا

لیکنه: محب الله فرید




تبصره وکړئ

avatar
t