کابل په ستر توپير مس عينک زون ته ماتي ور کړه

کابل په ستر توپير مس عينک زون ته ماتي ور کړه

د رحمان الله ګوربز په زړه پورې توپوهنې او د نوين الحق په زړه پورې توپ اچوونې کابل لوبډله بريا ته ورسوله. کابل لوبډلې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو په دوهمه لوبه کې مس عينک زون ته په ستر توپير، ٣٨٠ منډو ماته ورکړه.
د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو په دوهمه لوبه کې کابل او مس عينک زون لوبډلې مخامخ شوې، د لوبې پچه کابل وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
د کابل لوبډلې توپوهونکي په لومړۍ پاڼۍ کې ډېر بريالي نه شول، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ١٨٢ منډې وکړې. جمشېد خان ٣٨، عارف خان ٣٣، رحمان الله ګوربز ٢٨، اعجاز ١٩، شاپور ځدراڼ ١٨ او اسحاق ځاځي ١٢ منډې وکړې، بل هېڅ لوبغاړي په دې ونه توانېده چې لس منډې ترسره کړي.
د مس عينک زون له خوا بيا ظهير خان ٣، ضيا الرحمان ٢، زېور رحمان ٢، نواز خان ٢ او فضل نيازي ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د مس عينک زون لوډله په توپوهنه کې ډېره ښه نه وه او د نوين الحق توپ اچوونې ته يې هېڅ لوبغاړى په لوبغالي نه شو ودرېداى، د مس عينک زون لوبډلې ٤ لوبغاړي په صفر وسوځېدل. ټوله لوبډله په ١١٧ منډو وسوځېدله چې شاهد الله په ٥٠ منډو ناسوځېدلى پاتې شو او له هغه پرته افسر ځاځي ٢٧ منډې وکړې، بل هېڅ لوبغاړى په دې ونه توانېده چې تر لسو پورې منډې وکړي.
د کابل لوبډلې له خوا بيا نوين الحق ډېره په زړه پورې توپ اچوونه وکړه او د مس عينک زون ٨ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز شاپور ځدراڼ او فضل حق هم يوه يوه ويکټ ترلاسه کړه.
په لومړۍ پاڼۍ کې کابل لوبډله د مس عينک لوبډلې څخه ٦٥ منډې مخکې وه، چې خپله دوهمه پاڼۍ يې هم پيل کړه. په دوهمه پاڼۍ کې د کابل لوبډلې لوبغاړو ډېره ښه توپ اچوونه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ٤٦٠ منډې وکړې. رحمان الله ګوربز ١٥٣، فرحان زاخېل ٧٤، شفيق الله غفاري ٦٩، محمد صابر ٥٨ او عارف خان ٣٤ منډې وکړې.
د مس عينک زون ضيا الرحمان او ظهير خان څلور څلور لوبغاړي وسوځول، همدا راز ٢ ويکټې شاهدالله هم واخيستې.
د کابل لوبډلې د ٥٢٦ منډو د هدف ترلاسه کولو لپاره د مس عينک زون لوبډلې خپله دوهمه پاڼۍ توپوهنه پيل کړه، خو يو ځل بيا د مس عينک زون لوبډله په توپوهنه کې ناکامه شوه او پرلپسې يې لوبغاړي سوځېدل، چې ټوله لوبډله په ١٤٥ منډو وسوځېده. فضل نيازي ٣٩، فضل ځاځي ٢٩، احسان الله ٢٠ او شاهد الله ١٩ منډې وکړې.
دا ځل نو د کابل لوبډلې لپاره فضل حق ښه توپ اچوونه ترسره کړه چې ٦ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز شفيق الله غفاري ٢ او جمشېد خان هم يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د څلور ورځو لوبه په دريمه ورځ پاى ته ورسېده او د کابل لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته د ٣٨٠ منډو په ستر توپير ماته ورکړه او د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو روانو سياليو کې يې لومړۍ بريا ترلاسه کړه.
د لوبې غوره لوبغاړى نوين الحق ونومول شو.
د لومړۍ بريا ترلاسه کولو سره کابل لوبډلې شل نومرې ترلاسه کړې.
محمد صابر، اعجاز، شفيق الله غفاري او اسحاق ځاځي نن خپله لومړنۍ فرسټ کلاس سيالي ترسره کړه.



لوبي ورزش

تبصره وکړئ

avatar
t