قضاء عمري؟  / عبدالولي

قضاء عمري؟  / عبدالولي

مسلمانانو! دا څو ورځې کېږي يو ميسج د قضاء عمري باره کې تاوېږي راتاوېږي. ځينې ملګري يې له ښه نيته ما ته هم رالېږي او ځينې بيا په دې اړه پوښتنه هم کوي، نو عرض دا دی چې دغه میسج چې لاندې بيان په کې دی:

(که د ژوند په اوږدو کې له چا څخه دومره لمنځونه قضاء شوي وي چې تعداد یې معلوم نه وي.
نو د روژې په آخېره جمعه کې دې چې وخت یې د نفلو ټاکل شوی دی یعنې کوم وخت کې چې نفل کیږي څلور رکعته نفل دې وکړي او په هر رکعت کې دې له سورت فاتخه څخه وروسته اووه (۷) ځلې ایت الکرسي او پینځلس (۱۵) ځلې دې سورت الکوثر ووایي.
چې په دې نفلو سره به یې د اووه سوه (۷۰۰) کاله د قضایي لمنځونو کفاره ادا شي.
دغه پیغام د روژې له اخیري جمعې څخه مخکې درسره شیر کړئ تر څو ټولو دوستانو ته وراسیږي او ثواب دراین درته حاصل شي.)

نو واورئ مسلمانانو چې دا خبره په هېڅ صحيح او ثابت حديث کې نه ده راغلې، د صحابه کرامو په اقوالو، د مجتهدينو امامانو لکه امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد رحمهم الله او نورو عالمانو او امامانو په اقوالو کې يې هم ثبوت نشته. ځينې روايات چې بیانېږي د هغو باره کې محدثينو لکه: ملا علي قاري حنفي, امام شوكاني، شيخ الباني رحمهم الله ويلي دي چې دغه روايتونه موضوعي، يعنې له ځانه جوړ کړی شوي دي. په دغو له ځانه جوړ کړی شويو روايتونو کې دا لاندينی هم دی:

مَنْ قَضَى صَلاةً مِنَ الْفَرَائِضِ فِي آخِرِ جُمُعَةٍ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ كَانَ ذَلِكَ جَابِرًا لِكُلِّ صَلاةٍ فَاتَتْهُ فِي عُمُرِهِ إِلَى سَبْعِينَ سَنَةً.
چا چې د رمضان په اخري جمعه کې د فرض لمونځونو نه يو لمونځ ادا کړ، نو دا به د ده په عمر کې د اويا کالو د لمونځونو لپاره جبيره وګرځي.
ملاعلي قاري حنفي رحمه الله د دې روايت باره کې وايي:
بَاطِلٌ قَطْعًا لأَنَّهُ مُنَاقِضٌ لِلإِجْمَاعِ عَلَى أَنَّ شَيْئًا مِنَ الْعِبَادَاتِ لَا يَقُومُ مَقَامَ فَائِتَةِ سَنَوَاتٍ ثُمَّ لَا عِبْرَةَ بِنَقْلِ النِّهَايَةِ وَلا شُرَّاحِ الْهِدَايَةِ فَإِنَّهْمُ لَيْسُوا مِنَ الْمُحَدِّثِينَ وَلا أَسْنَدُوا الْحَدِيثَ إِلَى أَحَدٍ مِنَ الْمُخَرِّجِينَ. دا روايت په يقيني ډول باطل دی، ځکه چې دا د هغې اجماع خلاف دی چې هېڅ يو عبادت د څو کلونو د فوت شوي عبادت ځای نشي نیولی. او نهايه کتاب چې نقل کړی دی او د هدايې نورو شرح کوونکو چې نقل کړی دی، نو د هغوی نقل کولو ته هېڅ اعتبار نشته، ځکه چې هغوی خو محدثين نه وو او نه یې دغه روايت روايت کوونکو ته منسوب کړی دی. ( (الموضوعات الکبری :ص۳۵۲) )
په دې باره کې يو بل روایت هم نقل شوی دی چې په کې راغلي دي:

مَنْ صَلَّى فِي آخِرِ جُمُعَةٍ مِنْ رَمَضَانَ الْخَمْسَ صَلَوَاتٍ الْمَفْرُوضَةِ فِي الْيَوْمِ وَاللَّيْلَة قَضَت عَنْهُ مَا أَخَلَّ بِهِ مِنْ صَلاةِ سَنَةٍ.. چا چې د رمضان په اخري جمعه کې د شپې او ورځې پنځه لمونځونه ادا کړل، نو په دې سره به د يو کال د پاتې شويو لمونځونو قضايي وشي.
امام شوکاني رحمه الله وايي:
هَذَا: مَوْضُوعٌ لا إِشْكَالَ فِيهِ. دا خو بې له اشکاله بېخي موضوعي، يعنې له ځانه جوړ کړی شوی دی.

(الفوائد المجموعة للشوکاني: ۵۴/۱)
په دې باره کې د ديوبند د علماوو او نورو احنافو او شوافعو فتوې هم شته چې دغه ډول قضاء عمري بدعت دی.




تبصره وکړئ

avatar
t