په شامپو مه خطا وځئ!

په شامپو مه خطا وځئ!

ډاکټر عبدالولي اعتماد ( د پوستکي او ښکلا متخصص)
شامپو، يواځي پریولونکې ماده ده چي د وېښتانو د پاکوالي لامل ګرځي، او د وېښتانو په ږمنځولو کي مرسته کوي، همدا رنګه د پوستکي په ځینو ناروغیو کي ښه اغیز درلودلای سي لکه د سر پخه او پسوریازیس.
شامپو د وېښتانو پر ټینګوالي او تويدو اغیز نلري، د ښې او بدي شامپو په نوم هم شامپو نسته، شامپو کیدای سي د وېښتانو په نرموالي او ساتني کي د کیفیت له نظره فرق ولري، خو د وېښتانو په وده کي اغیز نسي درلودی او نسي کولای چي د وېښتانو د توېدو مخنیوی وکړي.
د وېښتانو توېدل بېلابېل لاملونه لري نو ځکه د وېښتانو د توېدو درملنه هم د هغه د لامل له نظره فرق کوي.

شامپو پر لاندي حالاتو باندي اغیز لرلای سي.

۱: د پوستکي د غوړ له منځه وړل:
د شامپو استعمالول د پوستکي سطحي غوړ په اوبو کي حلوي چي په نتیجه کي د سر سطحي غوړ په پریوللو کي ځي.
د پوستکي د غوړو سرچینه د سباسیو غده ده چي د بلوغ څخه وروسته فعالیږي او د پوستکي دغوړېدو لامل کیږي. ځیني خلګ غلط فکر کوي چي د سر غوړ د وېښتانو توېدل زیاتوي، دا یواځي یوه اوازه ده. اما د وېښتانو غوړ کیدای سي په سر کي د موجودو فنګسونو د ودي او د سر د پخي د زیاتیدو لامل سي، پداسي حال کي د وېښتانو پریولل د سر دپخي پر کمېدو اغیز درلودای سي.

۲: د سر د پخي سره مقابله:

شامپو په دوو میکانیزمونو سره د سر پخه له منځه وړي.
الف: شامپو د داسي موادو درلودونکې ده چي د سر پخه په اسانۍ سره کنټرول کړي.
ب: کیدای سي شامپو د فنګس ضد موادو درلودونکې هم و اوسي او د سر پخه کمه کړي.

۳: شامپو وېښتان نه اوږدوي:
سوداګریز اعلانونه وایي چي شامپو د وېښتانو د توېدو مخنیوی کوی یا وېښتان اوږدوي دا خبره اصلآ د منلو وړ نده.
هیڅکله په دې باور مه کوی چي شامپو د وېښتانو د اوږیدو او قوي کيدو سبب ګرځي، که څه هم شامپود نباتي موادو درلودونکې و اوسي.

ډیری کیمیاوی او نباتي دواوي چي د وېښتانو د توېدو د مخنیوي په خاطر بازار ته معرفي سويدي، د پوستکي د نړيوالي ټولني لخوا نه دي تاید سوي.
که چيري شامپو په رښتیا سره د وېښتانو د تويدو ضد موادو درلونکې هم و اوسي، خو د دغه موادو د اغیز او جذب لپاره پوره وخت نسته، ځکه چي شامپو پر وېښتانو د ډیري مودې لپاره نه پاته کیږي، نو پدې خاطر نسو کولای چي شامپو د وېښتانو د توېدو د مخنیوي په نامه و پیژنو!



روغتيا هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t