د والي نوم د فقيرانو په لېست کې

د والي نوم د فقيرانو په لېست کې

عمر رضی الله عنه د حمص د فقيرانو لست له دې امله وغوښت چې دوی ته د بيت المال څخه خپله برخه ورکړي، عمر (رض) چې لیست وکوت د حمص د والي سعيد بن عامر رضي الله عنه نوم هم د غريبانو په لست کې شامل وه ، عمر (رض) حیران او هک پک سو.

نو پوښتنه يې وکړه چې دا څنګه امکان لري؟

د حمص خلکو ورته وويل چې والي خپل ټول معاش په بې وزله خلکو ويشي.

عمر رضي الله عنه د حمص د خلکو څخه وپوښتل: ايا تاسې د خپل والي څخه شکايت لرۍ؟

خلکو وويل: هو، موږ ورڅخه درې شکايتونه لرو:

۱_ والي د شپې لخوا د هيچا سره نه ويني.

۲_ والي سهار وختي له کوره نه راوځي.

۳_ والي په مياشت کې يوه ورځ د هيچا سره نه ګوري.

د والي د احضاريدو پر مهال والي( سعيد بن عامر رضي الله عنه) ټولې نيوکې ومنلې خو ویې ويل د هرې نيوکې لپاره دليل لرم:

۱_ د شپې لخوا ځکه د چا سره نه ګورم چې ورځ مې د دوی چوپړ ته او شپه مې د خپل رب عبادت ته ځانګړې کړې ده.

۲_ د کوره سهار وختي له دې کبله نه شم راوتی چې د کور ټول کار پخپله کوم او هغه له دې امله چې ميرمن مې ناروغه ده او کوم خدمتګار هم نلرم.

۳_ او په مياشت کې يوه ورځ د هيچا سره له دې کبله نه ګورم چې يوه ورځ ډير لری ځم چې خپل کالي مې ومينځم او تر هغې ورته انتظار باسم چې وچ شي او بيرته يې واغوندم ځکه چې بله جوړه نلرم.

عمر رضي الله عنه د خلکو د نيوکو او د هغو د ځوابونو له امله سخت سخت وژړل او نوموړی يې بيرته د حمص د والي په صفت وليږو.

دا هغه نسل وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم روزلی وه.

سيد رفيع الله قلم




تبصره وکړئ

avatar
t