روسان ولي د طالبانو سره مرستي کوي؟

روسان ولي د طالبانو سره مرستي کوي؟

احمدشاه سپر د سياسي چارو شنونکى

اصلاً خو په دې وروستيو کي په نړيواله سطحه د امريکا او روسيې تر منځ کړکېچ ډېر زيات سوى دى او همدارنګه په بېلابېلو برخو کي ورځ تر بلي د دوى دواړو تر منځ دغه کړکېچ لا هم مخ پر زياتېدو دى، هغه په دې، چي دوى دواړه تقريباً په سوريه کي يو او بل ته مخ په مخه دي او همدا راز د ايران سره د امريکا اختلاف او د روسيې ټينګه همکاري او همدارنګه دوى دواړه په اکراين کي اختلافي موضوع ګاني په مخ کي لري، نو په همدې ډول سړى ويلاى سي چي روسان د همدغه جهاني رقابت په سلسله کي غواړي چي په هر ډول چي وي، امريکا بايد د نړۍ په هره هسته، هر ميدان او هره برخه کي د ناکامۍ سره مخامخ سي، چي يوه برخه يې هم افغانستان دى. که څه هم روسان په افغانستان کي ممکن په عقيدوي لحاظ له طالبانو سره کومه خاصه خواخوږي ونه لري او نه يې ممکن ايران ورسره ولري، ځکه چي ايران د سوني ملايانو سره بېخي خواخوږي نه لري، چون دواړه د امريکا حارفان دي، د امريکا سره د رقابت په سلسله کي دوى غواړي چي په افغانستان کي امريکايانو ته ستونزي ډېري کړي، تر څو که وکولاى سي چي په دې منطقه کي روسيه د خپل پخواني شوروي اتحاد انتقام واخلي او ايران هم د دې خپلو بنديزونو او نورو انتقام له امريکا څخه واخلي. نو زه داسي فکر کوم، هغه دا کېداى سي چي روسان د خپلي عقيدې خلاف د وسله والو طالبانو سره خپله همکاري زياتوي، يو عمده لامل همدا کېدای سي چي روسان خاص او خاص دا کار د امريکا په خاطر باندي کوي. دوهمه خبره دا ده چي پر دې سيمه روسانو قربانۍ ورکړي او مصارف يې کړي، نو دوى غواړي چي دلته نفوذ ولري.

محمدنذیر زاهد د سياسي چارو کارپوه

روسیه چي په وارو-وارو یې په منځنۍ آسیا  کي د خپل قدرت او نفوذ په خاطر هڅي کړي، تر څو په سیمه کي  یوه مقتدره هیواد پاتي سي، د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د ځمکي او هوآ له لاري په افغانستان یرغل وکړ، ستري قربانۍ یې ورکړې، ولي د ناسم نظامي پلان او په سیمه کي د اسلامپالو د تقویې او ملاتړ له وجهي یې په افغانستان کي تاریخي ماتي وخوړه او د روسيې ستره امپراطوري د افغانستان جنګ د نه بریالیتوب له وجهي ونړېده. آمریکا نه غوښتل چي روسیه دي په منځنۍ اسیا کي د یوه قدرتمنده هیواد په څېر پاتي سي، ځکه امریکا پخپله ځان د منځنۍ آسیا تر څنګ د نړۍ فاتح ښودی، نو یې په سیمه کي د اسلامي ډلو په جوړښت پیل وکړ، په منځنۍ اسیا کي د امریکا ستر همکار او ملګری پاکستان هیواد و، چي ويې کولای سول اسلامپالي ډلي تقویه او ملاتړ یې وکړي، په افغانستان کي د روسيې په مقابل کي د مقدس جهاد تر نامه لاندي وجنګوي. همداسي وسول د (آی ایس آی) ادارې وکولای سول چي اسلامپالي ډلي د تل لپاره د یوې وسیلې په توګه په خپل غېږ کي ونیسي او ورڅخه استفاده وکړي. کله چي افغانستان ته اتحاد جماهیر شوروي خپل نظامي ځواکونه راولېږل. نو په افغانستان کي د امریکا په ملاتړ او د پاکستان په مدیریت د مجاهدینو له ستر غبرګون سره مخ سول. اسلامپالو ډلو ته د پاکستان له لاري امریکا منظمي مرستي ورکړې او تر حده یې زیات تقویه کړل. ډول ډول نغدي، مالي ….. او داسي سلګونه امکانات يې د اسلامپالو ډلو مشرانو ته وسپارل، تر څو په دې بریالي سول چي په افغانستان کي د روسيې څخه لاره ورکه کړي. روسیه د خپلو ناسمو نظامي پاليسیو او د سیمي د نه درک له وجهي ونسوای کولای چي له نظامي اړخه د پرمختګ لپاره دوه قدمه مخته لاړ سي، چي په بې شمېره مالي او ځاني تلفاتو په ورکولو سره د افغانستان په جګړه کي ناکامه سول او بیرته خپل هیواد ته ستانه سول او ستره امپراطوري یې ړنګه سوه. کله چي امریکا او ناټو افغانستان ته د تروریزم سره د مبارزې په هدف راغله او دلته یې نظامي حضور پیل کړ، د افغانستان جنګ همداسي تود وساتل سو، چي په چنګ کي د دخیلو اړخونو د بریالیتوب څرګند راز پیدا نه سو. افغانان لکه چي له پخوا بدبخته وو، همداسي بدبخته پاتي سول او د نړیوالو قدرتونو د خپلمنځیو جګړو قرباني سول. د افغانستان جنګ او شخړي څلورمي لسیزي ته داخلېږي، اما دې بې سرنوشته جګړې هیڅ فاتح ونه موند او نه افغانان له دې ستره شره خلاص سول. د (۲۰۱۶) کال په پیل سره په افغانستان کي د داعش خبري ګرمي سوې، نن په ننګرهار او سبا په کندوز او بل سبا په بدخشان او کابل کي د تروریستي حملو پړه داعش پر غاړه واخیستې، په افغانستان، عراق، سوریې او یمن کي د داعش نفوذ او تقویه یو ځل بیا روسیه له دوه لسیزو خوب څخه راویښه کړه او لاس په کار سوه. په منځنۍ اسیا کي د امریکا نفوذ روسیه اندېښمنه کړه او د حل په لارو چارو یې پیل وکړ. روسيې سمدلاسه پاکستان سره اړیکي ټینګي کړې او د اسلامپالو ډلو سره یې د دوی له لاري تماسونه ونیول. څنګه چي امریکا د طالبانو سره په افغانستان کي د روسيې د ناکمۍ په خاطر همکارۍ کولې، برعکس نن روسیه په افغانستان کي د امریکا د ناکامۍ په خاطر طالبانو ته د همکارۍ  لاس په ټټر ولاړ دي، تر څو د داعش په مقابله کي ورڅخه استفاده وکړي. روسیه په منځنۍ اسیا کي د امریکا د نفوذ ناکامۍ په خاطر له طالبانو سره همکاري کوي، تر څو وکولای سي چي د افغانستان په جنګ کي امریکا د ناکامۍ سره مخامخ کړي او منځنۍ اسیا د امریکا له شره خلاص کړي. روسیه هم تر یوه حده توانېدلې چي په افغانستان کي د امریکا لپاره خنډونه ایجاد کړي، چي اوس طالبان او روسیه د خپلو اړیکو ادعا تائیدوي او ځانونه د یو او بل قوي فکري همکاران بولي او یوه هدف ته د رسېدو پخاطر مبارزه کوي

ډاکتر ظاهر شاه رشيدي قومي مشر

دا ډېر ښه سوال دى، په دې خاطر چي روسانو د افغانستان څخه نيولې، بيا تر عراق پوري دغه منطقه هغه وخت چي د روسيې شوروي اتحاد وجود درلود، دغه منطقه د دوى د نفوذ خاوره وه، چي امريکا پر ډېرو اغزنو لارو باندي په دوه-دوه نيم او درې سوه کاله کي ځان دغه خوا ته راورساوه، چي په هغه کي مهم ترينه عراضي د جنګ او مهم ترينه عراضي د نفتي موادو او يا تر ځمکه لاندي زخايرو افغانستان و، چون دا د روس نفوذي ساحه او خاوره وه او روس د پخوا څخه د دې خاوري سره ډېره دلچسپي لرله او له بلي خوا په دې خاطر هم چي اوس وسله وال طالبان هم په نړۍ کي يوازي سوي دي او خپله پاکستان دا لوبه ترسره کړه، پاکستان په دې خاطر چي کله سعودي عربستان د افغانستان سره تعلقات جوړ کړله او کله چي بيا سعودي او ترکيې د افغانستان سره خپل تعلقات ښه کړل، نو پاکستان په منطقه کي يوازي پاتي سو، په دې خاطر چي دوى يوه نوې لوبه جوړه کړي او نوي مفادات لاسته راوړي او غربي هيوادونو ته هم دا وښيي، چي دوى په منطقه کي يو داسي لوبغاړي دي، چي دوى په دې ساحه کي نوي لوبي هم کولاى سي، نو په دې خاطر پاکستان روسان او طالبان سره يو ځاى کړل.

مولوي محمديوسف د زابل ولايت د علماوو شورا رئيس

د مهربان خداى ج په سپېڅلي نامه، لکه څرنګه چي موږ او تاسو پوهېږو چي روسان د افغانانو او خصوصاً د اسلام دين ډېر سخت دښمنان دي، دوى ډېر کوښښ کوي چي يو ځلي بيا ځان افغانستان ته هغه د پخوا په څېر داخل کړي او دلته په هر ښار کي دوى آبادي شروع کړي او هغه د آبادۍ سلسل ونورو هيوادونو ته وغځوي. کله چي د افغانستان مجاهدين راولاړ سول او دوى يې يو ځل مخ کي هم تار په تار کړل او همدا راز مجاهدينو د دوى اتلس مملکتونه پر يوه مملکت ورودرول او هغه د دوى نوم، د دوى دب دبه او هغه دوى چي به په نړۍ کي ويل، چي موږ يو، نو مجاهدينو د دوى دا هر څه له خاورو سره خاوري کړل، خو اوس مهال يو ځلي بيا روسان غواړي چي ځان په څه ډول سره افغانستان ته ورسوي. که له بلي خوا وکتل سي، نو روسانو د هغو طالبانو سره نن د انړيوالۍ اوږه وهلې، چي د همدې طالبانو مشرانو په افغانستان کي همدې روسانو ته ډېر شرموونکې ماتي ورکړې، د همدې طالبانو مشر خپله سترګه له همدې روسانو سره په جهاد کي له لاسه ورکړې، مفهوم دا چي که چېري طالبان نن له ځان سره دا فکر ووهي، چي ولي زه بايد نن همدغه پروني روسان د ځان انډيوالان کړم، ولي روسانو په دې وروستيو کي د همدغو طالبانو مشران د ځان سره انډيوالان کړل او ويې غوښتل، تر څو په افغانستان کي هغه مقابل طرف ته خپل زور وښيي او له بلي خوا يې وغوښتل، تر څو يو ځلي بيا په افغانستان کي کورنى جنګ شروع سي او دلته په افغانستان کي خپل مقابل طرف ته ماتي ورکړي. نو موږ وايو، چي اې روسانو! پر موږ باندي ستاسو هغه پرونى راتګ او اوسنى راتګ بېله فرقه دى، نو لکه څرنګه چي موږ پرون ستاسو جواب په جنګ سره درکړ، نن هم موږ ته هغه پروني روسان ياست او نن به هم تاسو ته افغانان په جنګ جواب درکوو او هغه طالب چي ته يې پر اوږه باندي ټوپک ږدې او زموږ سره جنګېږې، نو موږ هم د هم هغه طالب په مقابل کي بيا ستاسو سره جنګ ته آمدګي لرو.

حميدالله هوتک د سياسي چارو شنونکى

لکه څرنګه چي موږ ته معلومه ده چي د افغانستان حکومت يو ضعيفه او پڅ حکومت دى او دا حکومت د جانکيري په فرمايش باندي راغلى دى، نو هر هيواد حق لري چي د خپل عرضي تماميت او هغه خطرونه چي دوى ته متوجه دي، څنګه ځان وساتي. روسيه، تاجکستان او ازبکستان وېره لري چي دلته د داعش د پروژې په راتلو سره زموږ امنيت په خطر کي دى او همدا راز روسان په دې وېره کي دي، چي داعش به د افغانستان د سرحدونو څخه راواوړي او بالاخره به روسيې ته يو لوى ګواښ پېښ کړي. نو په همدې خاطر، موږ او تاسو شاهدان يو، چي د روسيې سفير په افغانستان کي دا مسئله تائيد کړې او دا يې ويلي، چي موږ په افغانستان کي د خپلو ديموکراټانو د ساتلو په غرض د طالبانو سره خپلي اړيکي ساتلي، خو دا چي روسانو تر اوسه په دې باندي اعتراف نه دى کړى، چي دوى د طالبانو سره نظامي کومکونه هم کړي دي او يا يې کوي، ولي په کندوز ولايت، دښت ارچي، امام صاحب ولسوالۍ، قلع زال ولسوالۍ کي د روسانو وسلې ليدل سوي دي او همدا راز په دې سيمو کي د تاجکستان، ازبکستان او چيچنيا اتباع هم ليدل سوي دي، چي دلې مستقيماً جنګېږي او په سرپل ولايت کي خپل مرکزونه لري. نو په دې کي شک نسته چي روسان د پردې شا ته خپل امنيت ته د پېښ ګواښ په خاطر چي داعش يوه نوې او غټه پروژه ده، چي په دې کي د پاکستان د استخباراتو (آى ايس آى) لاس هم سته، چي اوس مهال توره-بوره بيرته د داعشيانو لاسته ولوېدله او مستقيماً د پاکستان ملېشې په هغه کي ونډه لري. نو زه وايم، چي روسانو ته اول دا پکار ده چي مستقيماً د بلي ډلګۍ سره نظامي مرستي ونه کړي او که دوى غواړي چي روسانو ته دغه تهديد متوجه نه سي، نو د افغانستان د مرکزي حکومت سره دي مستقيماً رغنده اړيکي ټينګي کړي او همدا راز دي د افغانستان د نظامي ځواکونو سره په مشوره او د افغان ځواکونو په تقويه کولو کي دي خپله ونډه واخلي، چي په دې کي به د روسانو کاميابي او زيرک والى وي او که روسان برخلاف، د دې څخه چي دوى د يوې ډلي سره يا د نظام د مخالفينو سره مرسته کوي، دغه مرسته يې موږ پر ځاى باندي نه بولو او دغه مرسته دوى ته کومه ګټه هم نه سي رسولاى. متاسفانه، چي د افغانستان حکومت يو ضعيف حکومت دى او دلته خارجيانو د خپلو موخو لپاره دا وېشلى او پاشلى حکومت پر افغانانو تپلى. لکه څنګه چي جګړه پر افغانانو تپل سوې، همداسي حکومت هم پر افغان ولسونو تپل سوى دى.



ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t