زه ړندو ته خیرات ورکوم

زه ړندو ته خیرات ورکوم

محمد داود اميري

یو کس ډېر سخت مجبوره او لاس یې تنګ سو نو یوه شتمن کس ته ورغلی او ورته یې وویل چې خبر سوی یم ته د خلګو سره مرسته کوې.

 نو زه راغلی چې څه راکړئ ! شتمن کس ورته وویل:

زه دهغو خلګ سره مرسته کوم چې ړانده وي مګر ته خو ړوند نه یې …!

هغه کس دلږ فکر څخه وروسته ورته وویل:

ای شتمن صیب اصلي ړوند خو زه یم چې د رازق او کریم خدای دروازه مي پریښې او ستا فقیر دروازې ته راغلی یم #

دهغه چا څخه یې وغواړه چې دځمکې او اسمانونو دحزانو مالک دی!




تبصره وکړئ

avatar
t