څنګه لمونځ کوونکی سوم؟

څنګه لمونځ کوونکی سوم؟

په زړه پوري کیسه

یوه کس دخپل لمانځه کولو کیسه داسي بیانوي په ډېري اسانۍ سره لمونځ کوونکی سوم

یو ورځ په ټولګۍ کې ناست وم داسلامي ثقافت مضمون ساعت مو وو استاد چې ټولګۍ ته داخل سو،  دزده کوونکی څخه یې پوښتنه وکړه چې ستاسو په نظر کوم کسان لمونځ نه کوي؟

 لومړی زده کوونکی په ډېر معصومیت سره وویل: ( هغه کسان چې مړه دي لمونځ نه کوي) دوهم زده کوونکی زړه نا زړه وویل ( هغه کسان چې لمونځ سره اشنا او بلد نه وی لمونځ نه کوي ) دریم زده کوونکی دخپل ځای ولاړ سوه او معقل ځواب یې ورکړ او ویې ویل: (

هغه څوک لمونځ نه کوي هغه مسلمان نه وي) په همدې ډول پنځم زده کونکی وویل: ( هغه څوک لمونځ نه کوي چې دالله څخه نه وېرېږي) ټولو زده کوونکو خپل نظرونه وړاندي کړل خو زه په سوچونو کې غرق وم چې زه به دکومې ډلي څخه یم؟

 ۱ : ایا زه مړ یم؟ نخیر! ۲ ایا زه دلمانځه سره بلد نه یم؟ بلد یم. ۳: ایا زه مسلمان نه یم؟ الحمد لله مسلمان یم ۴ ایا زه دالله تعالی څخه نه وېرېږم؟ وېرېږم. ۵: ایا رشتیا زه کافر یم؟

نعوذ بالله نو ولي لمونځ نه کوم؟ نو دخپل ځان سره مي وویل: که دقبر په لومړۍ شپه درڅخه پوښتنه وسي چې ژوندي وې.

دلمونځه سره بلد وې. مسلمان وې. له الله څخه وېرېدې. نو لمونځ دی ولي نه کوی؟ نو څه ځواب به ورکوم؟ ولړځیدلم او دهغې ورځي څخه مې تصمیم ونیوي چې کله به هم لمونځ نه پرېږدم.

لمونځ کول فقط یو جدي تصمیم غواړي لطفاً دغه لیکنه شریک کړئ کېدای سي یو څوک بیا لمونځ وکړي.

محمد داود اميري




تبصره وکړئ

avatar
t