د هندواڼې له دغو ګټو ځان خبر کړئ!

د هندواڼې له دغو ګټو ځان خبر کړئ!

د هندواڼې اصلي سرچینه هندوستان دی او له هغه ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لار پیدا کړې ده. هندواڼه یو کلن نبات دی چې پلنې پاڼې، څښېدونکی بوټی او ژېړ ګلان لري. هندواڼه د سیترولین په نوم امیني تېزاب، د کاروتن او لیکوپن په نومونو ځینې نور مواد او د مانیتول په نوم یو ډول خوږه لري. دغه راز د A.B.C ویټامینونو لرونکې هم ده. مثانه پاکوي او تیږه یا کاڼی یې له منځه وړي. که له خرما سره وخوړل شي، ګټه یې ډېره زیاتېږي.
د ډاکټرانو له لید لورو، هندواڼه ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې تاسې ته یې په لاندې ډول بیانوو :
– د وینې فشار کموي
– د مثانې پړسوب له منځه وړي
– بدن تازه او ښکلی ساتي
-معدې او بډوډو ته ګټه رسوي
– په هضم او د وینې په جوړښت کې مرسته کوي
– د وچکۍ (محرقې) لپاره هندواڼه له درملو څخه کمه نه ده
– هندواڼه د زړه ناروغۍ په درملنه کې مهم رول لوبوي
– تنده له منځه وړي
-د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذهني وړتیا پیاوړې کوي
-ټوخی له منځه وړي.



روغتيا هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t