په انلاین ډول د انتخاباتو ترسره کول څنګه ارزوی؟

په انلاین ډول د انتخاباتو ترسره کول څنګه ارزوی؟

محمد آغا د کندهار پوهنتون يو تن محصل

زه با يد دومره ووايم چي د انټرنيټ په مټ او په انلاين ډول انتخابات د پرمختللو هيوادونو او پرمختللي نړۍ کار دی. موږ او تاسو وليدل چي د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال، د ټاکنو په ورځ په يا ده پروسه کي يوازي بايومتريک سيسټم څومره مشکلات رامنځ ته کړل،! هغه په دې چي زموږ افغانانو لپاره دا هر څه نوي وو او آن خپله د کمېسيون د کارکوونکو لپاره د دې آلې استعمال يوه ستونزمنه چاره وه. په افغانستان کي چي خلکو د ټاکنو سره خاص بلديت هم نه درلود، نو د بايومتريک تکنالوجۍ په اضافه کولو سره يې ستونزي نوري هم ډېري سوې او په دې سره ويل کېدل چي لا هم درغليو ته لاره خلاصه سوله. له بله پلوه، په افغانستان کي له مخابراتي شبکو څخه خلک خوشحال نه دي، په ځينو سيمو او لېري پرتو ولسواليو کي انټرنيټ خو پرېږده، د تليفون خبري لا امکان نه لري، نو هلته به په اوسني وخت کي په انلاين ډول څنګه ولسمشريزي ټاکني ترسره سي او په څه ډول سره به ټاکني ممکني سي.؟ دا ښکاره خبره ده، چي موږ افغانان به د شفافو او رڼو انتخاباتو په پايله کي وکولای سو چي حپل سرنوشت په ښه ډول سره وټاکو، خو په انلاين ډول سره د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل په اوسني ضعيف او ناتوانه شرايطو کي چي ډېری هيوادوال مو د سخت غربت سره لاس او ګرېوان دي، ناممکن بولم.

شاه اغا اکرمي د سیاسي چارو کارپوه

په انلاین ډول د انتخاباتو ترسره کول زما په نظر یو ښه اقدام دی، هغه ځکه چي د یو شخص ټول مکمل معلومات او د هغه د ګوتي نښه په کمپیوټر کي ثبتېږي او د رایي اچوني په ورځ فقط يو کس يوازي د یوې رایي ورکولو حق لري، چي په دې سره په ټاکنو کي تر ډېره د درغلیو مخه هم نیول کېږي. خو ځکه به دا پروسه په انلاین ډول ترسره نه سي، چي یو خو ټاکنو ته لږ وخت پاته دی او له بلي خوا څخه دا درېیم ځل دی چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو نېټه ځنډوي او په ضمن کي وایي، چي موږ په کافي اندازه امکانات او وخت په واک کي نه لرو، نو ځکه زه وايم چي دا پروسه به هم عملي نه سي ځکه چي نن موږ ګورو چي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي خلګ حتی مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري، ځکه چي هلته مخابراتي شبکې د امنیت د خرابوالي له کبله فعالیت نه سي کولای، نو هلته به انټرنیټ څنګه کار وکړي او همدا راز بايد وويل سي چي د دې سیسټم سره دخلکو نابلدتیا يوه بله ستونزه ده، هغه داسي چي په تېرو ټاکنو کي موږ ولیدل چي اکثره د بایومتریک ماشینونه یا خراب وو او یا يې هم کارکوونکي سم نه پرې پوهیدل او دا ملي پروسه یې د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړل، خو بیا هم که چېري په انلاین ډول دوی دا ټاکني ترسره کړي، نو باید له تېرو ټاکنو څخه دوی عبرت واخلي او خپلي هغه ټولي خلاګاني او نواقصات باید اصلاح کړي او د رايي ورکوونکو لیست باید په یو ښه میکانیزم سره برابر کړي، هغه داسي چي کوم څوک چي په انلاین ډول ثبت نام کوي، هغه باید د ټاکنو په ورځ دا تشویش ونه لري، چي زما نوم به د ټاکنو په ورځ په لیست کي نه وي او له بلي خوا د ټاکنو کمېسیون باید خپل کارمندانو ته ټول هغه تخنیکي وسایل ورزده کړي، تر څو د کار په جریان کي له کومي ستونزي سره مخامخ نه سي. او همدارنګه د برېښنا نه شتون هم یو بل سرخوږی دی، که چېري برېښنا هم موجوده نه وي، نو د دغي پروسې ترسره کول به نا ممکنه وي.

احمدشاه پاڅون ليکوال

په نړۍ کي د ټاکنو معاصر او مروج ډول الکټرونیکي دی، چي دا ډول ټاکني تر نورو هغو ډولونو شفافي، چټکي او اقتصادي هم وي، مګر افغانستان لا تر اوسه دا ډول ټاکني نه دي تجربه کړي. دا هم جوته ده، چي د رایو پاڼو او صدوق ټاکني هر ځل له پراخو درغلیو سره مل وي. یوازي دا نه، د ټاکنو پر دې ملي پروسه دومره لوړ مصارف ترسره کېږي چي له نړیوالو مرستو پرته یې ترسره کول د افغانانو او افغان دولت له توانه پورته ګڼل کېږي. که وکتل سي، نو افغان دولت د ټاکنو پر مهال لوړ مصارف کوي، لومړۍ درجه امنیت نیول کېږي، په ټول هیواد کي ملکي، ټرانسپورټي، ټولنیزي او اقتصادي چاري په ټپه درېږي او امنیتي تهدیدونه هم تر نورو وختونو زیاتېږي. کله چي تر دې دومره قربانیو وروسته بیا هم په ټاکنو کي درغلي کېږي، پایلي یې تر پوښتني لاندي راځي او دې ډول سره نو ملت هم مایوسه کېږي او د ټاکنو رواج او ورباندي باور نور هم پیکه کېږي. افغان دولت ته پکار ده، چي د ټاکنو د روڼوالي يا شفافیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، چي ښه بدیل یې الکټرونیکي انلاین ټاکني دي. دا کار به یوازي دا نه، چي د ټاکڼو شفافیت به تضمین کړي، بلکي د خلکو باور به هم پر ټاکنیزه پروسه پیاوړی سي او همدا راز به افغان دولت د ټاکنو لپاره د پخوا په پرتله څو برابره کم پرسونل ته اړتیا ولري او همدا راز به د ټاکنو کمېسيون لږو وسایلو ته اړتیا ولري، چي انتقال، ساتنه او کارونه یې اسانه او چټکه وي. بله ګټه به یې دا وي، چي د ټاکنو پایلي به ژر اعلان سي، دلته چي د ټاکنو او د پایلو د اعلان تر منځ میاشتي وخت تېر سي، خپله پروسه تر شکونو لاندي راسي. لنډه دا چي افغان دولت چي کوم مصارف پر پرسونل، وسایلو، انتقال او نورو لوازمو کوي، هغه مصرف دي د ټاکنیز بهیر پر برېښنایز کولو مصرف کړي. مطلب دا خبره هم باید له یاده و نه باسو، چي هر ډول الکټورنیکي سیسټم هم له خطره خالي نه دی، درغلي کوونکي او درغلي غوښتنونکي په هر غر کي لاره باسي، هسي نه د انلاین ټاکنو پايلي تر نورو بتري راووځي.

نذير رښتینی د پوهنتون استاد

په دغه زماني مقطع کي ملتونه خپل مشر او رهبر يوازي د رايو په ورکړي سره ټاکي. د رايي ورکولو مختلف ډولونه په بېلابېلو ټولنو کي د روڼتيا له اصله ډول – ډول دي، ولي پس پاتي ټولني او ستړي ولسونه يې د کاغذ پر مخ ټاکي؛ لکه زموږ افغان ولسونه. که چېري مو ملت خپلواک او د بل ځواکمن سياسي هيواد تر قیادت لاندي نه وي، نو د کاغذ د ټاکنو شفافيت هم چنداني بد نه وي او که چېري مو ولسونه د بل هيواد تر سياسي نفوذ لاندي وي، بيا خو نو د امريکا غوندي پياوړي سياسي هيواد په الکترونيکي انتخاباتو کي هم لاسوهنه کېدای سي. د هیلري کلینټن او ډونالډ ټرمپ تر منځ د ولسمشرۍ په ټاکنو کي شوروی تورن دی. اوس چي ويل کېږي په افغانستان کي هم دا ځل الکترونيکي ټاکني ترسره کېږي، نو زه يې په پيل کي لا دا چاره مثبته ارزوم، ځکه لږ تر لږه دوني خو به سي چي په دغه بهير کي په شکلي لحاظ څه پرمختګ راسي. د افغانستان د دغي پېړۍ شرايط فکر کوم دا نه ايجابوي، چي اوس دي انټرنیټي او يا برېښنايي ټاکني پکي ترسره سي. ولس مو بې سواده دی، ژر په دغه مرحلو پوهېدل ورته ګرانه خبره ده، سيمي مو ناامنه دي، په ځينو سيمو کي خو مخکي هغه کاغذي ټاکني لا نه سوای کېدلای، ځکه هري سيمي ته د انټرنيټ او برېښنايي امکاناتو لېږدول او چمتو کول هم ناممکنه برېښي. بل د تخنيکي ټيم ټرينول او هغوی په دې پوهول چي د تېرو پارلماني ټاکنو ستونزي بيا تکرار نه سي، چي تر نيمي ورځي پوري د رايو ورکولو محلونه بند وو. زه فکر کوم، که دغه ټول امکانات او شرايط اماد او بدلون ومومي، نو کېدلای سي چي نسبتاً په هيواد کي بريالۍ ټاکني ترسره سي.

عبدالحی ډاډمن مدني فعال

دا چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کي ویلي، چي راتلونکي ټاکني به د انټرنیټ په مټ ترسره کړو، مناسبه او د قناعت وړ خبره نه ده، ځکه افغانستان چي د ټکنالوژۍ او پرمختیایي تحولاتو څخه بې برخي هيواد دی، د وګړو زیاته برخه یې د علم او پوهي له نعمت څخه بې برخي ده او وګړي یې د نننۍ نړۍ له پرمختیا او ټکنالوژۍ څخه محروم دي. حال دا چي د افغانستان د وګړو ۷۰ سلنه برخه د لېري پرتو سیمو څخه تشکیل سوې ده او د لېري پرتو سیمو وګړو لاسرسی انټرنیټ ته څه چي په پېژندلو کي یې هم ستونزه لري. د دې هېواد اکثریت وګړي د هيواد په ګوټ-ګوټ او مختلفو سیمو کي ژوند کوي او د یادو لېرو پرتو سیمو اوسېدونکو د افغانستان په ودانولو او ساتلو کي رغنده رول لوبولی دی. همدارنګه پر افغانستان د یرغلونو په مقابل کي د لېري پرتو سیمو اوسېدونکو قربانۍ ورکړي او په دې هيواد کي یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. د انټرنیټ په مټ راتلونکو ټاکنو به نه یوازي د لېرو پرتو سیمو د وګړو حقوق تر پښو لاندي کړي وي او له بل پلوه به مو راتلونکي ټاکني تر سوال لاندي راغلي وي. د انټرنیټ په مټ راتلونکي ټاکني به هيواد ته له سیاسي اړخه ضرر ورسوي، شفافي او رڼې ټاکني د انټرنيټ په مټ نه سو ترلاسه کولای، ځکه چي د افغانستان زیاتره وګړي انټرنیټ ته لاسرسی نه لري، احتمال د دې سته چي د لېرو پرتو سیمو د اوسېدونکو پر ځای نور کسان د ټاکنو حقوق لاندي کړي او ټاکنو ته د درغلۍ زمینه مساعده کړل سي.

فیصل جبارخېل مدني فعال

په انلاين ډول د ټاکنو ترسره کول په هغو هيوادونو کي شوني او ترسره کيږي په کومو هيوادونو کي چي پرمختګ په لوړ کچه او له هري برخي څخه کاملاً مطمين وي. انلاين ټاکني ډېري ګټي لري، چي يو څو يې په لاندي ډول ذکر کوو:

لومړی د وخت د کمښت له امله- يعني وخت پکي ډېر کم نيول کېږي او په لنډه موده کي سته نتيجه ټولو هيوادوالو ته پلاس راځي. دوهم، د بې ځايه مصارفو مخنيوی- په دې ډول ټاکنو کي بې ځايه مصارف صورت نه نيسي او په کم لګښت ټاکني ترسره کېږي. درېيم –  د سهولت له پلوه- په دې ډول ټاکنو کي هيوادوال له ډېر سهولت او اسانتياوو څخه برخمن وي، کوم چي له هر ځای څخه په اسانه ډول سره خپله رايه کارولای سي. څلورم: د شفافيت له حيثه:- دا ډول ټاکني ډېري شفافي وي، ځکه هر څه په سيستم کي موجود وي، د تقلب چانس ډېر کم دی. پنځم: د اقتصاد له حيثه:- د اقتصاد له حيثه هم دا ډول ټاکني هيواد ته ډېر ګټوري دي او د دې پر ځای چي پر ټاکنو باندي ډېر لګښت راسي، دا بوديجه د هيواد په بل ځای کي د پرمختګ په نيت په مصرف رسول کېږي.



خلک او ټاټوبی ټاکني

تبصره وکړئ

avatar
t