له جګړې ستړي، خو سولي ته تږي افغانان؛ څوک د جګړې تداوم غواړي؟

له جګړې ستړي، خو سولي ته تږي افغانان؛ څوک د جګړې تداوم غواړي؟

په هيواد کي رواني خونړۍ جګړې تر ټولو زيات افغان ملت ځپلی او د سختو ستونزو او کړاونو سره يې مخ کړی دی.

افغان ملت هره ورځ د دغي خونړۍ او تپل سوي جګړې په اور سوځي، کبابېږي او لا هم کړېږي.

افغان ملت د رواني خونړۍ جګړې اصلي بيه پرې کوي، ځکه خو په وارو وارو له ښکېلو غاړو د جګړې درولو او آوربند غوښتنه کوي.

افغانانو ته له هري خوا بدبختي راغلې ده او هره خوا د افغانانو په وينه سره ده.

شنونکي وايي، په افغانستان کي د سولي نه راتګ څو دليله لرلای سي، چي يو يې په هيواد کي د پخوانيو جګړمارانو  او جګړه کوونکو ډلو-ټپلو له لوري د جګړې د تداوم غوښتنه ده، نو ځکه خو د سولي په برخه کي پڅ پرمختګ روان دی.

په قطر کي د طالب استازو او امريکايي پلاوي له شپږم پړاو خبرو وروسته اوس داسي ښکاري، چي دا خبري بې پايلي وې.

که څه هم د دغه پړاو خبرو ته ډېره تمه وه او ويل کېدل، چي په دې خبرو کي به ډېر پرمختګونه وسي، خو د دواړو اړخونو له څرګندونو داسي ښکاري، چي د قطر د شپږم پړاو خبري ډېري ښې نه وې.

د معلوماتو په اساس، قطر کي د سولي د مذاکراتو تر شپږم پړاو مخکي بايد بين الافغاني خبري اتري سوي وای، خو د غونډي د ګډون والو په سر د اختلاف له امله دا غونډه ترسره نه سوه.

په دې غونډه کي امريکا غوښتل، چي د طالبانو د دريځ خلاف دغه ډله له حکومتي پلاوي سره مخ کړي، خو طالبانو مقاومت وکړ او پايله يې دا سوه، چي د قطر بين الافغاني غونډه ترسره نسوه.

هاخوا په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی (يوناما) د روژې په لومړۍ اوونۍ کي په افغانستان کي پر ملکي کسانو د زيات سوي تاوتريخوالي د اغېزو له کبله ژوره خواشيني څرګنده کړه.

د روژې مبارکي مياشتي په درشل کي طالبانو او نورو وسله والو ډلو د بغلان په امنيه قومندانۍ، کابل کي د کاونټرپارټ په نوم پر يوې خصوصي موسسې وسله وال بريدونه او دغه راز په جلال آباد ښار کي څو غبرګي چاودني وکړې، چي زيات ملکي تلفات يې لرل او په ټپيانو کي يې ښځي او ماشومان هم شامل وو.

په ولسي ګڼمېشتو سيمو کي وروستي  بريدونه په داسي حال کي ترسره کېږي، چي د هيواد په مختلفو سيمو کي د زيات سوي تاوتريخوالي پراخ رپوټونه ورکول کېږي او ادعا کېږي، چي د دغو بريدونو درنه بيه ولسي وګړي پرې کوي.

يوناما بياځلي د جګړې پر ټولو اړخونو ږغ وکړ، چي په روژه کي جګړه ودروي او د ملکي وګړو د خونديتوب په تړاو خپلي ژمني عملي کړي.

د دې تر څنګ د سولي شپږم پړاو خبرو کي امريکايي پلاوي تر ډېره پر آوربند او بين الافغاني خبرو-آترو ټينګار کاوه، خو طالبان پر خپل پخواني دريځ ولاړ وه.

د زلمي خليلزاد له قوله، چي که طالبان د اوربند او بين الافغاني خبرو اترو غوښتنه ونه مني، نو ستونزه نه حلېږي، چي همدې مسئلې د قطر پر خبرو هم ژور سيوری غوړولی دی.

شنونکي وايي، چي طالبان د سولي هيڅ واک او اختيار نه لري، ځکه خو د مذاکراتو پر مهال خپلواک نه وي.

شنونکي، د طالبانو او القاعده په ګډون د پاکستان له لوري ۷۲ روزل سوي تروريستي ډلي، چي تل يې په افغانستان کي جګړه کړې او بې دفاع خلک يې وژلي دي، د افغان سولي اساسي خنډ ګڼي.

د معلوماتو له مخي، د دغو وسله والو ډلو د غړو شمېر آن ۲۵ ميليونو تنو او د روزنځايونو او مرکزونو شمېر يې ۳۲ زرو ته رسېږي، چي هر وخت يې په افغانستان کي د پاکستان د ګټو لپاره جګړه مخته وړې ده.

د کارپوهانو په باور، امريکا دي تر هر څه مخکي د افغان سولي د برياليتوب په هدف پاکستان په نښه کړي، تر څو په افغانستان کي د سولي ډېوه بله سي.

د امريکا او طالبانو تر منځ په شپږم پړاو مذاکراتو کي که څه هم د پرمختګونو خبري سوي، خو تر اوسه د طالبانو په دريځ کي هيڅ ډول بدلون نه دی راغلی او امريکا هم ظاهراً له افغانستان څخه د وتلو نيت نه لري.

د سولي شپږم پړاو خبري په داسي حال کي پای ته ورسېدې، چي خپله زلمي خليلزاد د دغه بهير له کرار پرمختګ څخه ناخوښي څرګنده کړه.

د شنونکو په آند، تر هغه چي بين الافغاني مذاکرات پيل نه سي او افغانان پخپلو کي تفاهم ته سره ونه رسېږي، دا ډول ناستي او غونډي به مطلوبه نتيجه ونه لري.

د يادوني وړ ده، چي په قطر کي د افغان سولي اړوند تر اووم پړاو مذاکراتو مخکي بين الافغاني خبري پيل سي.



افغانستان جګړه سوله صلح ملت ولس

تبصره وکړئ

avatar
t