د تراويح دعا

د تراويح دعا

د تراويحو د څلورو رکعتونو له ادا کولو نه وروسته لږه دمه کېږي، د فقهې په اصطلاح کې ورته ترويحه وايي، په دغه ترويحه کې کومه خاصه دعا له نبي صلی الله عليه وسلم نه يا له صحابه کرامو، سلف صالحين او مجتهدينو امامانو نه نه ده ثابته، په فقه حنفي کې وايي چې لمونځ کوونکي ته اختيار دی چې تسبيح وايي، که حمد و ثنا وايي او که خاموش پاتې کېږي. [ محیط برھاني ۲؍۱۸۱ الجوھرة النیرة ۳۸۵ ، الدر المختار]

نو په دغه ترويحه کې چې کومه مشهوره دعا (سُبحان ذي المُلک والمَلَکوت) لوستل کېږي، د دغې دعا ثبوت په حديثونو يا د امام ابو حنیفه رحمه الله او نورو امامانو په کلام کې نشته. دغه دعا تر ټولو اول شيخ قُهُستاني (شمس الدين محمد القُهُسْتَاني (ت. نحو ۹۵۳ هـ / نحو ۱۵۴۶ م) هو فقيه حنفي، كان مفتيا ببخارى.) په حواله علامه ابن عابدين په رد المحتار کې رانقل کړې ده او له هغه نه وروسته په نورو فقهي کتابونو کې ذکر شوې ده. 

نو د سنت والي او ثابت والي په نيت دې نه لوستل کېږي.

لیکنه؛ شیخ عبدالولي




تبصره وکړئ

avatar
t