د کډوالو عالي کمیساري: د لیبیا د کډوالو کمپونه توقیف ځایونو ته ورته دي

د کډوالو عالي کمیساري: د لیبیا د کډوالو کمپونه توقیف ځایونو ته ورته دي

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR)  وايي چې د لیبیا د مهاجرو په کمپونو (چې توقیف ځایونو ته ورته دي) کې دې وضعیت ښه کړي.

دې ادارې دا غږ پر اروپايي اتحادیې کړی.

یادې کمیسارۍ غوښته کړې چې اروپايي ټولنه دې په عین وخت کې بیرته دغو توقیف ځایونو ته د پناه غوښتونکو د لیږد مخه ونيسي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د آلماني څانګې مشر دومینیک بارچ د «ویلت ام زونتاګ» آلماني ورځپاڼې ته ویلي:

«هغه انسانان چې په مدیترانې سمندر کې د ساحلي ګارد له خوا ژغورل کیږي، باید په هیڅ صورت بیرته د لیبیا توقیف ځایونو ته انتقال نه شي.»

نوموړی واي، باید له هر سیاسي نفوذ – همدا راز د اروپایي اتحادیي له امکاناتو څخه استفاده وشي چې په توقیف ځایونو کې د کډوالو ځوریدو او خراب ژوند ته د پای ټکې کیښودل شي.»

د بارچ په خبره په لیبیا کې د جګړې له امله وضعیت یو وار بیا کړکیچن شوی دی، د خوړو او اوبو کمښت موجود دی او ډیر شمیر کسان بیا بیړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.




تبصره وکړئ

avatar
t