انګلستان کې برقي موټران، چې خپله چارجېږي!

انګلستان کې برقي موټران، چې خپله چارجېږي!

ژباړه: عزت الله ذکي

په انګلستان کې پر سړکونو د تلوونکو برقي موټرانو د چارجېدو لپاره د ۵۳ ميلیون ډالري پروژې وړاندیز وشو.

د «Daily-Mail» ورځپاڼې د راپور په اساس، ددې پروژې د عملي کېدو وروسته به د انګلستان پر سړکونو داسې «پېډونه» نصب شي، ترڅو برقي موټرونه پر دغو «پېډونو» د تېرېدو پرمهال په وایرلس ډول چارج شي.

دغه «پېډونه» به تر موټرانو لاندې انرژي انتقالوي او د موټرانو بېټرۍ به ورچارجوي.

په تېلو چلېدونکي موټران نه یوازې پاک چاپېریال ککړوي، بلکې د انسانانو صحت ته هم ډېر تاوانونه رسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اوسنۍ عصري نړۍ کې پرمختللي هیوادونه په دې هڅه کې دي، چې د برقي موټرانو د جوړولو ملاتړ وکړي، ترڅو د تېلو له زيانونو څخه ځان او ټولنې خوندي وساتي.



انګستان برقي موټران هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t