کوم غړي د ماشوم باید لمس نه شي؟

کوم غړي د ماشوم باید لمس نه شي؟

 لیکنه/ خالص ادیب

په افغان ادبي بهیر کې پر لنډه کیسه کره کتنه کېده. نور ګل شفق د کیسې یوې صحنې ته په اشاره وویل په هندي فلم کې یوه صحنه مې ولیده، ماشوم ته یې لارښونې کوې، په دغه، دغه او دغه اندامونو د باید څوک لاس ونه وهي.

 وروسته له هغه مې خپله ټولنه له نظره تېره کړه، زیات خپه شوم، زموږ په ټولنه کې د والدینو او روشنفکرانو لخوا هېڅ د ماشوم راتلوونکی په نظر کې نه نیول کېږي. په افغاني ټولنه کې تر څو چې ماشوم په ښه/بد پوهېږي یعنې سترګې یې غړېږي، د مور او پلار د بې غورۍ له امله وختي پرې سړه او توده تېره شوې وي.

 لازمه نه ده چې والدین د ځینو موضوعاتو په اړه اولادنو ته په کم سن کې لارښونې ونه کړي بلکې دوی باید د ځینو مسائلو بیان شرم ونه ګڼي اصلاً زموږ په ټولنه کې هغه څه چې شرم ګڼل کېږي، شرم نه دی بلکې شرم داد چې له هرې ښې او له پنده ډکه موضوع څخه مو اولادونو ناخبره پرېږدو.

اوس راځو په لاندې ځینو اړینو نقطو بحث کړو چې باید د ماشوم سر پرې والدین خلاص کړي. اول: ماشوم باید وپوهول شي چې په چول، کوناټیو، سینه او غومبورو یې څوک لاس ونه وهي. د چول، کوناټیو، سینې او غومبورو کلمې زموږ په ټولنه کې تابو دي، مور او پلار یې د اولادونو له وړاندې نه شي اخیستی، که نه ماشوم باید له وړکیتوب څخه داسې په رښتیا ویلو روږدی شي چې ماښام پلار د ورځې د جریان پوښتنه ترې وکړي، دی بدون له کومې وېرې ټوله هغه کیسه ورته بیان کړي، کومه چې د ورځې په اوږدو کې پرې تېره شوې ده.

بل ماشوم ته باید د ده د وجود هغه غړي وښودل شي چې څوک لاس پرې ونه وهي، د ماشوم په دغه غړو لاس وهلو یا لمس کولو باندې روږدی کوي چې بیا یې په راتلوونکي بده اغېزه کوي. دغه درې کلمې به مو ډېرې اورېدلې وي، بچه باز، بچه خوش او بچه ډوب که مو نه وي اورېدلې اوس خو مو واورېدې او که مو اورېدلې وي له دغه درې واړه ډلو سره ناسته ولاړه مه کوئ بلکې پر وړاندې یې داسې مبارزه وکړئ چې په ټولنه کې د خلکو له منځه ورک حتی حکومت د مجبور کړای شي چې په علني محکمو کې یې په دار وځړوي، ځکه دوی تر دې حده حیوانان دي چې همېشه په کم سنه او نابالغه تنکیو ماشومانو پسې ګرځي او د هغوی له شخصت او راتلوونکي سره لوبې کوي.

 دویم: ماشوم ته باید وویل شي چې په کوڅه، مدرسه او ښوونځي کې له کومو کسانو سره ناسته ولاړه وکړي. هر انسان چې په کومه ټولنه کې رالوېږي، د ده په راتلوونکي ـ له سنتي دودونو نیولې په عقیدوي باورونو ختمه ـ ټول په مستقیمه توګه اغېزه کوي؛ نو د انسان په بدن کې ځینې غړي ـ لکه پورته مو چې یادونه وکړه ـ چې باید ماشوم ته له وړکیتوبه داسې روحیه ورکړل شي چې هېڅ څوک یې په هغه ځایونو لاس ونه وهي، ځکه که چېرې یو ځل دغه اندامونو په کېکاږلو رږدی شول بیا یې تداوي مشکله ده.

د خپلو اولادنو اېله خوشي کول په دې مانا چې په راتلوونکي کې به لوفر، لوچک او بې بنده باره کسان ورنه جوړېږي، متل دی وایي چېرته چې اوسې په خوی به د هغو شې. دا په دې مانا چې هنداونه له هندوانې رنګ اخلي او خربوزه له خربوزې.

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې زیاتره پلرونه او میندې په کوڅه، مدرسه او ښوونځي کې د خپلو اولادونو پوښتنه نه کوي، چې دوی له چا سره ناسته ولاړه لري؟ د استاد او ملا چلند یې له اولادونو سره څنګه دی؟ په څو بجو ځي/راځی؟

په لاره کې څه ډول تګ راتګ کوي؟ ماشوم چې خپل سری پرېښودل شي هغه لکه په کوچینوالي کې کوږ نیال په کاږه ډول لوېږي یعنې په منحرفه لاره باندې ځي، بیا په اینده کې د ښه شخصت تمه ترې درلودل شین کفر دی.

والدین باید خپلو اولادنو ته لارښونه وکړي چې له نیکو او د ښه سیرت واله ماشومانو سره په ښوونځي او مدرسه کې ملګرتیا او له استاد/ملا سره غلي اتاق/حجرې ته ولاړ نشي.

 درېیم: ماشوم باید په ډېر کم عمر کې د مدرسې یا ښوونځي په لیلیه کې پرې نه ښودل شي. په افغاني ټولنه کې شخصیت او هنر سړه تړلي دي که یو انسان هر څومره عالم شي، ښه هنرونه خپل کړي، په دیني او عصري زده کړو سمبال وي؛ خو که یې بګرونډ سهي نه وي ټول په صفر کې ضرب دي. له خوبه نیولې په ویښه ختمه د ماشومتوب په دوره کې د ماشوم هېڅ شی په اختیار کې نه وي، ژر یې یو څیز تر پام ښه راځي او ژر یې هماغه څیز تر پام بدېږي، مور او پلار ته لازمه داده چې په کم سن کې خپل اولادونه د مدرسو او ښوونځيو په لیلیو کې داخل نه کړي، هره لیلیه ځنګل ته ورته ده چې هر ډول انسانان په کې پیدا کېږي، خدایه مه کړې داسې ونه شي چې د علم حاصلولو په خاطر یې عزت په کې بایللی وي.

 څلورم: مور او پلار ته لازمه ده چې هر ماښام له خپلو اولادونو څخه په غیرمستقیم ډول د ورځنیو کارونو راپور واخلي. ښه کورنۍ هغه ده چې هره شپه له خپلو اولادونو د ورځینو فعالیتونو راپور واخلي یعنې پوښتنه ترې وکړي، نن چېرته تللی وې؟ په مدرسه/ښوونځي کې مو له استاد/ملا سره مشکل نه درلود؟ څه وخت مو د فیس وخت پوره کېږي؟ وروسته له دې مو په کوم کورس کې واچوم؟ کوم استاد/ملاد ستا په زړه برابر نه دي او ولې؟

که چېرې مو د دغه پوښتنو ځوابونه قناعت کوونکي تر لاسه کړل؛ نو ماشوم پرېږدئ چې خپل درسونو ته ادامه ورکړي او که درته قناعت بخشه نه و، په سبا یې له له همدې مدرسې/ښوونځي وباسئ، کوم بل ځای یې شامل کړئ. په دې سره به ماشوم داسې احساس وکړي، د پوښتنې څوک مې شته چې د بګرونډ پوښتنه مې وکړي.



تبصره وکړئ

avatar
t