آيا الله تعالي ما خوښوي؟

آيا الله تعالي ما خوښوي؟

یوه ورځ مي له ځانه دا پوښتنه وکړه: چې ایا الله تعالي ما خوښوي؟

نا څاپه مي ذهن ته راغله ،چې الله تعالي دهغو صفاتو لرونکي بندګان خوښوي ، کوم صفات چې په قرانکریم کې ذکر سوي دي.

 ددغو ځانګړتیاوي دمجموعې دپیدا کولو لپاره مي ډېر فکر وکړ مګرقانع کوونکی ځواب مي دخپلې پوښتنې لپاره پیدا نه کړ.

 دځواب لپاره مي قرانکریم ته مراجعه وکړه ،

 ۱: هلته مي ولیدل چې الله تعالي متقایان او پرهیزګاران بندګان خوښوي مګر زه چیري، زما تقواء او پرهیزګاري ؟

 ۲: دا مي هم ولیدل چې الله تعالي نیک او صبرکوونکي بندګان خوښوي ،مګر زه چیري ، زما صبر او نیک والی ؟

 ۳: بیا مې ولید چې خالق مي مجاهدین خوښوي ،مګر زه چیري ، زما جهاد او مجاهده ؟

 ۴: بیا مي ولیدل چې مهربان ذات محسنین او نیک کاره خلګ خوښوي ،مګر زه چیري ، زما احسان او نیکوکاري ؟ نور وېریدم او پلټنه مي په دې خاطر پرېښودل چې داسي نه وي ، په خپل ځان کې داسي صفت پيدا کړم چې الله تعالي په هغه سره ما خوښ کړي .

 وخپلو اعمالو ته مي نظر وکړ ،ومي لیدل چې ډېر ګډ وډ دي او یا مي په سوستې کړي یا دګناهونه رنګ لري .

 ناڅاپه مي پردې ایت مبارک سترګې وځلېدې چې خالق المخلوقات فرمایې : (ﺇﻥّ ﺍﻟﻠﻪ ﻳﺤﺐ ﺍﻟﺘﻮﺍﺑﻴﻦ) ژباړه الله تعالي توبه کوونکي خوښوي دا لکه لومړی ځل چې زه په دې پوه سوم چې دا ایت زما او ماته ورته دنور انسانانو لپاره دی .

 بې له ځنډه مي دا جمله پرژبه راغله : ﺃﺳﺘﻐﻔﺮ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺃﺗﻮﺏ ﺇﻟﻴﻪ ﺃﺳﺘﻐﻔﺮ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺃﺗﻮﺏ ﺇﻟﻴﻪ ﺃﺳﺘﻐﻔﺮ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺃﺗﻮﺏ ﺇﻟﻴﻪ نو په دې سره زه هم امید واره سوم چې کوندي زه هم دهغو کسانو څخه سم چي الله تعالي ته هغه خوښ دي.

 لیکنه : محمد داود امیري هلمند




تبصره وکړئ

avatar
t