پکتیا: د ځنګلونو د رغونې ۲ پروژې پيل شوې

پکتیا: د ځنګلونو د رغونې ۲ پروژې پيل شوې

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغونې هڅې چټکې کړي.

چارواکي وایي  په همدې موخه د پکتیا ولایت د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغولو په موخه د ددې ولایت د شواک او ګرده څیړی ولسوالیو خلکو ته د ۳۶۰ کورنیو قوریو د جوړولو د پروژو چارې رسماً پیل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وویل، چې ددې پروژې ټولیز لګښت ۱۴ میلیونه او ۵۸۴ زره او ۲۷۰ افغانۍ ده، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې د غوزانو او جلغوزیو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شي.
د ښاغلي مومند په خبره ددې پروژې په ترڅ کې د ۳۶۰ کورنیو قوریو ترڅنګ به د پکتیا په پنځو ولسوالیو کې د ځنګلدارۍ ۳۶ ټولنې هم جوړې شي، چې په ترڅ کې به یې د جلغوزیو او غوزانو څه باندې دوه میلیونه نیالګي تولید او په دې ولایت کې به دوه زره او ۷۰۰ هکټاره تخریب شوي ځنګل به ورسره ورغول شي، ددې ترڅنګ د شپږو فني او مسلکي کارکوونکو تر څنګ د سیمي ګڼو کورنیو ته د کار زمینه هم برابریږي.
ددې پروژې پلي کول د یادې پروژې د برخمن شويو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لامل کېدو او همداراز ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د احیا ترڅنګ د یاد ولایت د چاپریال ساتنې، د سیلاونو د زیانونو د مخنیوي او دهوا د ککړتیا د کچې د ټېټولو لامل هم کیږي.



تبصره وکړئ

avatar
t