ګوګل پر هواوې کمپنۍ بندیزونه لګولي

ګوګل پر هواوې کمپنۍ بندیزونه لګولي

ګوګل کمپنۍ د چین د هواوې شرکت ځینې فعالیتونه بند کړي.

د راپورونو په حواله دا کار پر یاد شوي شرکت د امریکا تر اقتصادي بندیزونو وروسته شوی.

هواوې د چین مشهوره کمپنۍ ده، چې د نورو شیانو ترڅنګ ګرځنده موبایلونه تولیدوي.

امریکا او چین په وروستیو کې په سخت اقتصادي جنګ اخته دي، چې له کبله یې د یو بل پر ځینو مشهورو کمپنیو بندیزونه لګوي.

ګوګل کمپني د امریکا اړوند ده او اوامرو ته یې غاړه ږدي.

چین په دغه کار سخت غوسه شوی دی.




تبصره وکړئ

avatar
t