برتانيا: نور به د موټر چلولو پرمهال په موبايل کې خبرې کوونکي تشخيصيږي

برتانيا: نور به د موټر چلولو پرمهال په موبايل کې خبرې کوونکي تشخيصيږي

ژباړه: عزت الله ذکي

په برتانیا کې د یوه نوي سیسټم پر بشپړېدو کار روان دی، ترڅو هغه موټرچلوونکي چې د موټرچلونې پر مهال له موبایل څخه کار اخلي، معلوم کړي.

د نړۍ په زياتو هیوادونو کې د موټر چلونې پر مهال موبایل استعمالول منع دي، خو زيات وخت ټرافیکي پولیسو ته دا نه څرګنديږي، چې چلوونکی موبايل استعمالوي.

دا سیسټم، چې د موټر چلوونکي د موبایل سره په اړيکه کې دی، اوسمهال د لندن ښار په «نورفولک» سیمه کې ازمايل کېږي.

ياد سیسټم د «ویست کاټیک» کمپنۍ لخوا جوړ شوی او داسې «سکېنر» لري، چې له موبایل څخه د ټېلفوني مکالمې پرمهال خپرېدونکي انتنونه تشخیص کړي.

ددې سيسټم ځانګړتيا داده، چې کله موټرچلوونکی په موبایل کې د خبرو کولو پرمهال ويني، د سړک غاړې څراغونه بند او لګيږي، ترڅو موټرچلوونکي ته خبرداری ورکړي.



برتانيا ساينس او ټکنالوژي

تبصره وکړئ

avatar
t