ګرځنده او لږ وزن لرونکی بايسکل جوړ شو!

ګرځنده او لږ وزن لرونکی بايسکل جوړ شو!

ژباړه: عزت الله ذکي

يوې برتانوۍ «Prodrive» کمپنۍ د بایسکل د مینه والو دا هیله پوره کړه او د « Hummingbird Electric» په نوم يې ګرځنده او لږ وزن لرونکی بايسکل جوړ کړ.

يادې کمپنۍ ادعا کړې، چې د (Hummingbird Electric) په نوم د شاوخوا شپږنيم کېلو وزن لرونکی بایسکل يې جوړ کړی، چې په نړۍ کې تر دې لږ وزن لرونکی بایسکل وجود نه لري.

ددغه بایسکل ډېره برخه له کاربوني موادو څخه جوړه شوې او په پیل کې یې سرعت په ساعت کې ۸ کیلومتره، خو وروسته په ساعت کې ۲۵ کیلومترو ته هم ډېرېدای شي.

د ياد بايسکل بله ځانګړنه داده، چې بلوتوت پکې کارول کېدای شي او له دې لارې د ځیرکو هیډفونونو او کمپیوټر سره هم وصل کېدای شي. همداراز بېټرۍ يې په دوه نيم ساعته کې چارجېږي او بیه يې ۶۰۰۰ امريکايي ډالره ټاکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې هم په نړۍ لږ وزن لرونکې بايسکلونه جوړ شوي، چې خلک ترې استفاده کوي، خو د ياد بايسکل لويه ځانګړنه داده، چې د ډېر کم وزن لرونکی او په اسانۍ یې څوک د ځانه سره وړلای شي.



هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t