د سترګو په شاوخوا کي د تورو حلقو د له منځه وړلو لپاره د کوپړې د روغن څخه استفاده وکړئ

د سترګو په شاوخوا کي د تورو حلقو د له منځه وړلو لپاره د کوپړې د روغن څخه استفاده وکړئ

د سترګو په شاوخوا کي د تورو حلقو درلودلو څخه زیاد خلک رنځ وړي چي د مخ پر ښکلا هم تاثير کوي. د دغه تورو حلقو پیدا کېدل ځیني لاملونه لري لکه:

  • په بدن کي د اوبو کموالی
  • د خوب کمښت
  • حساسیت( الرژي)
  • د ځینو درملو کارول او داسي نور…

د دغه تورو حلقو د له منځه وړلو لپاره لومړی کوښښ وکړئ چي خالص د کوپړې غوړي رانیسئ.

  1. لومړی خپل مخ په اوبو پریولئ، تر څو مو پوست په ښه توګه دا غوړي جذب کړي.
  2. یوه د چای خوړولو کاچوغه د کوپړې غوړي راواخلئ او د خپلو سترګو پر شاوخوا یې ووهئ، د ۳۰ ثانیو لپاره مساژ ورکړئ او پام مو وي چي د سترګو داخل ته مو ولاړ نه سي.
  3. د یو څه وخت لپاره یې پرېږدئ، تر څو دا غوړي په طبیعي ډول ستاسو پر پوست وچ سي، ماښام بیده سی او سهار چي راکښېنۍ نو خپل مخ مو د نورو ورځو په څېر په اوبو سره پرېمینځئ.
  4. د دغه طریقي کارولو تر څنګ باید په کافي اندازه خوب وکړئ.
  5. ډېري اوبه وڅښئ.

د کافین لرونکو شیانو په مصرف کي کمی راولئ.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t