د شيطانانو د تړل كيدو لامل

د شيطانانو د تړل كيدو لامل

د رمضان په مياشت كې د دوزخ د دروازو د بندېدو او د جنت د دروازو د خلاصېدو وجه:
حضرت ابو هريرة رضي الله عنه د نبي عليه السلام څخه روايت كوي:
(اذا جاء شهر رمضان فتحت ابواب الجنة و غلقت ابواب النار وصفدت الشياطين)
ژباړه: كله چې د رمضان مياشت راشي د جنت دروازې خلاصې شي او د جهنم دروازې بندې شي او شيطانان بند شي.
دا ښكاره خبره ده چې په دنيا كې عام شرونه او بدۍ كومې چې انسانانو څخه كيږي هغه د دوى د موړوالي او جسمي قوت له سببه كيږي او د روژې په نيولو سره په جسمي قوت كې فتور راځي نو په ګناهونو كې كمې منځ ته راځي. پس كله چې انسان يوازې او يوازې د الله تعالى له پاره وږى او تږى وي او ګناهونه پرېږدي نو د ده له پاره الهي رحمت په جوش راځي، د جنت دروازې د ده له پاره خلاصيږي او د جهنم د دروازو بندېدل خو ښكاره خبره ده چې كله د ګناهونو دروازه بنده شي د كومو له كبله چې د الهي غضب اور مړ كيږي نو پرته له شكه د دوزخ دروازې بنديږي او د شيطانانو بنديدل هم ښكاره ده چې كله د بني آدم په رګونو او جسم كې توان وي اوګېډه يې مړه وي نو د ګناهونو لور ته مخه او رغبت كوي، دننه د رګونو او غړو څخه شيطاني حركتونه شروع كيږي مګر كله چې په ټول جسم كې د لوږې او تندې اثر وي او شهواني قوت د الله تعالى د حكم يانې د روژې په خاطر خپله ځپل شوى وي نو په دې كې شك نه شته چې په داسې شيانو سره شيطان بنديږي.
نبي اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
(ان الشيطان يجري من بني آدم كمجرى الدم)
ژباړه: يانې شيطان د انسان په رګونو كې د وينې په څېر جريان كوي.
د دې حديث شريف څخه په ډاګه مالوميږي چې د شيطان ځاى د بنې آدم په رګونو كې دى. پس كله چې د رګونو په قوتونو كې كمزوري راشي او د روژې له كبله د شيطاني خوځښتونو ښكاره كېدل هم و نه شي نو د ځينو په قول هم دغه د شيطان قيدېدل او بندېدل دي او حديث د ظاهر څخه ظاهري بندي كېدل مالوميږي. نو په رمضان كې خاص بركتونه او تجلياتو په راتګ سره داسې كيږي او بيا هم چې كومه ګناه كيږي هغه د نفس له كبله كيږي نه د شيطانانو له كبله.

سرچينه: د مولانا اشرف علي تهانوي كتاب ( داسلام احكام د عقل په رڼا كي).

ترتيب : ع-ن-مرستيال




تبصره وکړئ

avatar
t