فېسبوک وېډيو چټ سکرين پيل کړ

فېسبوک وېډيو چټ سکرين پيل کړ

ژباړه: عزت الله ذکي

فېسبوک په لومړي ځل د هارډوېر په توګه يو ټلوېزيون په لاره واچاوه، چې په اتوماتيک ډول خلک نږدې کوي او کاروونکي تل په پرليکه ساتي.

دغه ټلوېزيون پورټال نوميږي، چې د ۱۰ انچه بيه يې ۱۹۹$ او ۱۵٫۶ انچه يا پورټال-پلس بيه هم ۳۴۹$ امريکايي ډالره ښودل شوې ده.

پورټال ټلوېزيون په ږغيز ډول عيار شوی، کله چې يې نوم اخلئ، سمدستي کار پيلوي او تاسې ته موسيقي او فېسبوک پيغام لېږونکی پرانيزي، څو تاسې تل پرليکه وساتي.


ساينس او ټکنالوژي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t