چین:د هواوې شرکت د حقونو دفاع کوو

چین:د هواوې شرکت د حقونو دفاع کوو

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي له خپل هواوې شرکت څخه به بشپړه دفاع وکړي.

د وزارت ویاند ګنګ شوانګ په یوه خبري کنفرانس کې دا خبره کړې.

هغه وایي: د ګوګل کمپنۍ له لورې د موبایلونو د تولید پر دغه چینایي شرکت بندیزونه غندو او د پای ته رسیدو غوښتنه یې کوو.

چینایي ویاند ونه ویل، چې دوی به د هواوې شرکت د دفاع په برخه کې په مشخص ډول څه وکړي؟

هواوې ته ګوګل د انډوریډ سیستم خراب کړی، چې نه شي کولای یوټوب، پلی سټور او جیمیل ته لاسرسی ولري.

له دې سره د دغه شرکت موبایلونه ناکامیږي او له ماتې سره مخ کیږي.

ګوګل دا بندیزونه د امریکا په غوښتنه پر چینایي کمپنۍ لګولي.




تبصره وکړئ

avatar
t