امت / ګل رحمن رحماني

امت / ګل رحمن رحماني

ټول امت دې در په در دی پيغبره

ورته هر قدم خطر دی پيغمبره

ته يې هېر يې، ددې دور فرعونانو

غوړولی پرې څادر دی پیغمبره

دعاګانې یې اسمانه پورې نه ځي

اوس يې مات د نور وزر دي پیغمبره

په کمين کې د يو بل وينو ته ناست دي

سور په وينو هر سنګر دی پیغمبره

ستا د مینې او ایمان لاره یې پرېښې

سر په کرکه او په شر دی پیغمبره

سل فکرونه او په سلو لارو درومي

ورک یې پير ورک يې رهبر دی پیغمبره

دوی هېر کړی یې په نورو لارو سر دی

خو ستا دوی باندې نظر دی پیغمبره

ستا پیغام خو لا پرېږده چې به يې خورکړي

له خپل ځانه مرور دی پیغمبره

ستا په لاس کې و کتاب د پاکې مینې

د دوی ګوتو کې خنجر دی پیغمبره

تور تور زړونه يې دنیا پورې تړلي

ترېنه هېر د مرګ سفر دی پیغمبره

له دوی هېر یې، ستا له لارې بې پروا دي

ستا که تن ستا که ځیګر دی پیغمبره

احسانونه به دې کوم کوم ورته ياد کړم

دا خو پراخه سمندر دی پیغمبره

د نړۍ څو ځناور ستا ګستاخي کړي

خو اوده او نا خبر دی پیغبره

هره ورځ پرې بې ګناه وینې بهېږي

که کابل که پېښور دی پیغمبره

ستا ریښتيني او صادق امتيان هم شته

ټول جهان پرې منور دی پیغمبره

د رڼا او هدايت د ژوند لارښود يې

هر پیغام دې لکه لمر دی پیغمبره

په خپل لطف او دعا باندې يې روغ کړه

په زړګي یې جوړ پرهر دی پیغمبره




تبصره وکړئ

avatar
t