د چاپېریال ساتنې سفیران اعلان شول

د چاپېریال ساتنې سفیران اعلان شول

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې غونډې پر مهال نن یو شمېر مشهور کسان د چاپېریال ساتنې د سفیرانو په توګه اعلان کړل.

په دې غونډه کې د یادې ادارې مشر شاه زمان میوندي وویل: یو شمېر مشهور ورزشکاران او مدني فعالان د دې لپاره د چاپېریال ساتنې د سفیرانو په توګه اعلانوو، چې په عامه پوهاوي کې لازمه مرسته راسره کولای شي.

وروسته نثار احمد بهاوي، احمد ولي هوتک او یو شمېر نور ورزشکاران او مدني فعالان د چاپېریال ساتنې د سفیرانو په توګه اعلان شول.

دوی ژمنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې له ادارې سره به د چاپېریال د پاک ساتلو لپاره د خلکو په پوهاوي کې مرسته کوي.




تبصره وکړئ

avatar
t