دا کتاب / نصيب الله زاهد

دا کتاب / نصيب الله زاهد

تل پاتې رڼا محمد فتح الله “کولن” په دوه ټوکه کي کښلی کتاب دئ؛ اول ټوک ئې ما هلته په پردیسۍ او محصلۍ کي لوستی و دوهم ته مي اوس بزګر په خوله کي نیولی پاڼي ئې پله اړوم را اړوم.
د کولن د سیاسي فکرونو، د غرب او ډیموکراسۍ د لغتو او سوکونو او بیا د ده خوارکي د مهاجرتونو بغیر دا کتاب د دې وړ دئ، چي سړی ئې د تعویض په شان په بغل کي ور سره وګرزوي.
تاسي به وایاست، چي په دې کتاب کي نو چشي راغلي دي!

ما درته وویل، کې شوقیان نه یاست د کولن دپېژندني او فعالیتونو نه نرغوندي تېر سئ، هغه چي د کتاب په پیل کي راغلي دي، ولاړ سئ اصلي موضوع ته، چي د داسي انسان د را پېژندني هڅه ئې کړې ده، چي فلسفه، ارواپوهنه، عالمان او ملایان ئې د ټولو اړخونو سپړلو ته عاجز دي او بې سېکه لاسونه ئې پورته نیولي.

هغه انسان، چي د یوې خبري تشریح ئې د فلسفې ملا ور ماتوي، حتی یوه موسکا ئې د ارواپوهني پلار هم نه سي تشریح کولای حقیقت خو دا دئ، چي د دې ستر شخصیت په بیانولو د هر ډول ډک قلم خوله وچیږي او هر فکر وروستي سرحد ته رسیږي.

هو!

هغه سرور کائنات حضرت محمد مصطفی ص دئ، هغه انسان، چي عاجزي تې د کاڼو له سترګو اوښکي راتلې، نوراني څېرې تې نباتاتو له شرمه سترګي ټیټي نیولي وې او په پاڼو بې مخونه پټ کړي و، هغه انسان، چي انسانیت او اخلاقو تې، کائنات، ځمکه اسمانونه او ملايکي حیراني وې/ دي.

په دې کتاب د حضرت محمد ص ژوند له ګاونډیانو سره، له کورنۍ، له ښځو، کفارو، دښمنانو، ځوانانو او تنکيو ماشومانو سره څه ډول و بیان سوی دئ، خلاصه د حضرت محمد د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند پیښو ته په ډېره ښکلې هنري او ادبي ژبه نغوته سوې ده، ما ته خو په لوستلو کي خاص ناول په شان خوند راکوي. لکه څنګه چي لیکوال د حضرت محمد ص د هر اړخیز شخصیت د تشریح څخه عاجزي ښوولې ده؛ زه بیا د دې کتاب له ټولي تشریح څخه خپله عاجزي ښه یم.

په دې کتاب کي نوري ډېري ښې کیسې، خبري او هیله بخښونکي داستانونه راغلي دي.

مخصد هغه ځوان، چي غواړي، اغېزمن، هوښیار، پوه، رښتینی، پاک او جذاب شخصیت ولري، د حضرت محمد ص هر اړخیز شخصیت دي مطالعه کړي او عمل دي ورباندي وکړي.




تبصره وکړئ

avatar
t