فشار آلې ته ورته کولر جوړ شو

فشار آلې ته ورته کولر جوړ شو

امريکا کې ساينس پوهانو داسې کولر جوړ کړی دی چې د فشار د آلې په څېر پر مټ تړل کېږي او بدن ته سړه هوا ورکوي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دا کولر د کليفورنيا سان ډياګو پوهنتون کې جوړ شوی دی.

د ياد کولر مخترع رنکين چين وايي، فشار آلې ته ورته دغه کولر لومړی د چاپيريال هوا مالوموي او بيا وروسته فعاليت کوي.

تر دې وړاندې دا ډول نورې الې هم جوړې شوې وې، خو دومره ځیرکې نه‌ وې چې د بدن او چاپېریال تودوخه مالومه کړي او د هغې اړوند حرارت درجه تولید کړي.



تبصره وکړئ

avatar
t