د حضرت عمر «رض» کيسه

د حضرت عمر «رض» کيسه

د مدینې منورې مسجد ته نیژدې یوه کېږدۍ وه، په هغې کېږدۍ کي یوه ړنده بوډۍ ښځه وه، کله چي به د سهار جماعت وسو، حضرت عمرابن الخطاب رضي الله عنه به ورتلی او دهغې بوډۍ د کور خدمت به کوی.

یوه ورځ حضرت عمر د بوډۍ کورته راغی، که ګوري، د بوډۍ کور صاف ستره دی، وړه او ډوډۍ تیار دي، دلته حضرت عمر حیران سو، چي دا نن څوک راغلی او ددې کور خدمت یې کړی؟!!!

دا بل سهار حضرت عمر سهار د جماعت وروسته د بوډۍ دکور پر لور روان سو، او د یوې غټي ډبري شاته پټ سو، تر څو هغه کس پیدا کړي چي ددې بوډۍ خدمت کوي، که ګوري حضرت ابوبکر الصدیق د مسجد نبوي څخه راووتی او د بوډۍ د کور پر لوري روان سو، حضرت عمر ورته ګوري.

حضرت ابوبکر ولاړی د بوډۍ کور یې پاک کړ او ډوډۍ یې ورته تیاره کړه او بېرته را ووتی، دا هغه وخت وو چي حضرت ابوبکر امیر المؤمنین وو، دلته حضرت عمر په ژړا سو او وویل: زه به هیڅکله تر حضرت ابوبکر په خدمت کي مخکي نسم.

ژباړه:  ملا بشیراحمد الحنفي




تبصره وکړئ

avatar
t