په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/اکبر شیر

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/اکبر شیر
پنځلسمه – برخه:
د خپل ورور(ولید بن عبدالمالک) له مړینی وروسته سلیمان د پلار له لوری دویم ولیعهد یا ځای ناستی ټاکل شوی و نو پرته له کومی ستونزی خلیفه شو.
سره لدی چې ولید د خپل ژوند په آخرو شپو کې چې ډیر ناروغه و غوښتل یې چې سلیمان چې دا مهال له دارالخلافی بهر اوسیدو له ولیعهدي وباسی او پر ځای یې خپل ځوي عبدالعزیز ته بیعت واخلي.
طبري لیکې چې ولید سلیمان ته د خلافت د تیریدو یادونه وکړه خو هغه راضي نشو، بیایې ورته وویل چې له خپل ځان وروسته زما ځوی عبدالعزیز خپل ځای ناستی کړه خو سلیمان راضي نشو، بیا یی د ډیر مال وړاندیز ورته وکړ خو بیا هم راضي نشو.
بلاخره ولید خپل ځوی عبدالعزیز لپاره د سلیمان له موافقی پرته بیعت آخیستل پیل کړ چې له حجاج بن یوسف، قتیبه بن مسلم او د ګوتو په شمار خواصو څخه غیر نورو ورسره ونه منله.
طبري وړاندی لیکي چې عباد بن زیاد خلیفه ته مشوره ورکړه چې ډیر خلک به درسره دبیعت خبره ونه منی که فرضآ ویی هم منی زه ډاډه نه یم چې ستا ځوی سره به خیانت نکوي.
نو داسی وکړه چې سلیمان خپل حضور ته راوغواړه او عبدالعزیز لپاره تری بیعت واخله کار به دی آسانه شي، که یې بیعت وکړ خو ښه که نه بیا یې پر وړاندی اقدام وکړه.
ولید هم د عباد د مشوری پر اساس سلیمان ته لیک واستاوه چې د خلیفه حضور ته حاضر شي خو هغه دا او هاغه کول.
نو خلیفه پریکړه وکړه چې خپله رمله ته سلیمان پسی ورشي خو ژوند ورسره وفا و نکړ.
په ۹۶ هجري قمري کې سلیمان بن عبدالمالک د عمر بن عبدالعزیز(عمر ثاني) په ملاتړ اوسلاکاری د خلافت په کرسی ډه ډه ووهله.
خو چیلنجونه لا د بیعت پر سر موجود و.
د ولید په خلافت کې دری داسی کسان و چې د اسلامي دولت قلمرو یې له یونان نه تر هند او له فرانسی تر چین پوری پراخه کړه.:
یو د خراسان مقتدر والي قتیبه بن مسلم و، بل د سند والي محمد بن قاسم و او دریم اندلس والي هغه موسی بن نصیر و.
خو دا دری واړه د سلیمان په خلافت کې د بیعت ستر ستر سیاسي قربانیان و چې ځینو مورخینو د دی په قربانیو کې د بیعت فکتور څیړلی.
ابن اثیر لیکي چې کله ولید غوښتل سلیمان له ولیعهدی لیری کړي نو حجاج او قتیبه دی خبری سره موافقه وښوده.
وړاندی لیکي کله سلیمان بن عبدالمالک خلیفه شو قتیبه بن مسلم پوهیده چې خلیفه سلیمان ورته ښه نیت نلري نو خلیفه ته واستول د اطاعت او ښه اړیکو او ان داسی ګواښ هم پکي لیکل شوي و:
که ما له دندی خلع کړی زه به هم تا له خلافته لیری کړم. چې دا خبره او ګواښونه سره جګړی ته ووتل چې د جګړی په پایله کې د قتیبه سر له تنی جلا او غوڅ شوی سر یې خلیفه سلیمان بن عبدالمالک حضور ته واستول شو.
همدا ډول دویم کس چې د سلیمان مخالفت یې کړی و هغه حجاج بن یوسف و چې دا مهال وفات شوی و خو وراره یې محمدبن قاسم د هند فاتح ژوندی و.
نوموړی د خلیفه په وسیله معزول کړای شو او ووژل شو.
ندوي د قاسم د قتل علت داسی بیانوي:
د هند نوی والي کبشه محمدبن قاسم یې ګرفتار کړو او د عراق نوي والي صالح بن عبدالرحمن ته یې وسپاره، چونکه دصالح ورور د خوارجو په ډله کې دحجاج بن یوسف په لاس وژل شوی و نو ځکه صالح بن عبدالرحمن له قاسم نه د خپل ورور غچ واخیست.
خو طبري پخپل کتاب کې د محمد بن قاسم حجاج او سلیمان د بیعت یوه اړیکه بیان کړی،نوموړی د کلبي د خولی لیکي:
په سند کې وو چې د حجاج لیک محمدبن قاسم ته راغی پکې لیکل شوي و سلیمان خلع کړئ.
په هرحال محمدبن قاسم د حجاج د اعمالو قرباني شو چې بیعت هم ورپوری نړلی و.
د دریم کس په اړه چې موسی بن نصیر د اندلس والي و لیکل شوي:
موسی بن نصیر د ولید د ناروغی پر مهال دمشق ته د سفر په حال کې و، غوښتل یې چې خلیفه ولید په خلاصو سترګو وګوري، خو په لاره کې د خلافت ولیعهد سلیمان ورته احوال ورکړ چې د خلیفه روغتیایي حالت ښه دی نو ته بیرته اندلس(هسپانیی) ته وګرځه خو هغه ونه منله او د خلیفه حضور ته راغی خلیفه هم ورته ډیر ارزښت ورکړو چې د امر د اطاعت نه کولو پرسر ورسره خلیفه سلیمان ورسره کینه واخیست.
نو چې خلیفه شو دغچ آخیستلو زمینه ورته هغه برابره شوه چې کیسه یې دا ډول تاریخ بیان کړی:
کله چې د موسی بن نصیر ځوی عبدالعزیز بن موسی د خپلی مسیحي میرمنی د متابعت په جرم تورن شو نو د خلیفه د سرتیرو په لاس ووژل شو.
د ابن اثیر په حواله د عزیز غوڅ شوی سر سلیمان خلیفه ته راوړل شو هغه هم غوڅ شوی سر د هغه پلار موسی بن نصیر ته چې هغه وخت د خلیفه په امر له دندی ګوښه شوی وو وښود.

 



اسلامي خلافت، لړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t