علی عباس؛ بهارت فلم به د جون پر پنځمه نندارې ته وړاندې سي

علی عباس؛ بهارت فلم به د جون پر پنځمه نندارې ته وړاندې سي

د نړۍ په کوټ کوټ کي د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری سلمان‌ خان مینه‌ وال په ډیره بي صبری هغي شیبې ته انتظار باسي، په کومه شیبه چي د سلمان خان بهارت فلم نندارې ته وړاندې کېږي. د نوموړی فلم ډایریکټر علی عباس ظفر د بهارت فلم د وړاندې کولو نیټه روښانه کړه او د سلمان خان د مینوال انتظار شیبې یې مخ پر کمیدو کړي.

نوموړی ویلي دي چي د (بهارت) په نوم د هغه نوی فلم به ژر تر ژره پر سېنما نندارې ته وړاندې سي. دی زیاتوي، په دې ورځ به نه یوازې د سلمان‌خان مینه‌والو لپاره اختر وی، بلکې یو بل څه چي دا ورځ به ډېره ځانګړې کړي هغه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کي د هندوستان لومړۍ لوبه وي.

په بهارت فلم کي د بالیووډ سېنما نوموتو ستورو کترینه کیف، تبو، سونيل ګروور، جاکي شرف او دیشا پټاني مهم رول لوبولی دی او په راتلونکي اختر کي به نندارې ته وړاندې سي.

د بهارت فلم ډایريکټر علي عباس ظفر همدا راز وایي، د جون په پنځمه به له یوې خوا د بهارت فلم پر سينما نندارې ته وړاندې کېږي او له بلي خوا به هندوستان له جنوبي افریقا سره خپله لومړنۍ لوبه په بریا سره پیل کړي چي دا به د هندیانو لپاره ښه خوشالي راولي.

په بهارت فلم کي د بالیووډ سېنما نوموتو ستورو کترینه کیف، تبو، سونيل ګروور، جاکي شرف او دیشا پټاني مهم رول لوبولی دی او په راتلونکي اختر کي به نندارې ته وړاندې سي.



بالیووډ فلمي نړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t