په چین کې د (شه څاو پينګ) په نوم ښکلی ځای

په چین کې د (شه څاو پينګ) په نوم ښکلی ځای

د چين د هو بې ولايت د شن نونګ جيا سيمې د سونګ لوه ولسوالۍ په پان لونګ کلي کې د شه څاو پينګ په نوم يو ښکلی ځای شته. دغه ځای د سمندر له سطحې نه ۱۳۰۰ متره جګوالی لري او شاخوا يې غرونه موجود دي.

د چین نړیواله راډیو وايي، په دې ځای کې هغه لرغوني پول، لروغونو ونو او ودانيو چې د چينګ په امپراطورۍ زمانه کې جوړې شوي، طبيعي او ښکلې منظره يې جوړه کړې ده.

خو مخکې دلته ترافيک ستونزمن و او هم د ځايي اوسېدونکو نظر وروسته پاتې و، نو دلته کلتوري ميراثونه ښه نه ساتل کېدل او د ځايي وګړيو عايدات هم ټيټ وو.

په دې وروستيو کلونو کې ځايي حکومت د ښکلي کلي جوړونې او سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېر کوښښونه کړي او کوي يې، او د شه څاو پينګ په نوم ځای کې يې لرغونې ودانۍ په ښه توګه ساتلي او د سړکونو په شمول بنسټيز تجهيزات يې هم تر ډېرې اندازې پورې ښه کړي دي.

ځايي اوسېدونکو د جغرافيايي وړتياوو په کارولو سره طبي بوټي کرلي او کليوال هوټلونه يې جوړ کړي، د هر تن په سر کلني عايدات يې نږدې لس زره يوانه لوړ شوی او د ژوند سويه يې هم ډېره لوړه شوې ده.



هر اړخيز او معلوماتي چین

تبصره وکړئ

avatar
t