د کابل سیند د اوبو سطحه ۸۰ سانتي متره لوړه شوې

د کابل سیند د اوبو سطحه ۸۰ سانتي متره لوړه شوې

د اوبو او بریښنا وزارت د وروستیو ورښتونو له کبله د کابل سیند د اوبو زیاتیدو خبر ورکوي.

د وزارت د اوبو د سرچینو ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سیند د اوبو کچه ۸۰ ساتني متره زیاته شوې.

سرچینه هیله منه ده، چې له دې سره به د هېواد د کرنې سکتور او چاپېریال ته ډېره ګټه  ورسیږي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اوبو کچه ډېره ښکته شوې وه، چې کارپوهان او اړوندې ادارې یې اندیښمن کړې وې.

افغان حکومت د اوبو د مدیرریت ژمنه ډېره کوي، خو د شنونکو په باور هغه ډول اقدامات چې ممکن او لازم دي، تراوسه نه دي شوي.

 



تبصره وکړئ

avatar
t