د انسټاګرام د کارونکو شمېر يو ميليارد تنو ته ورسېد

د انسټاګرام د کارونکو شمېر يو ميليارد تنو ته ورسېد

ژباړه: عزت الله ذکي

د انسټاګرام ټولنيزي شبکې چارواکو د يو شمېر اسانتياوو د اعلان پرمهال وويل، چې د کارونکو شمېر يې يو ميليارد تنو ته رسېدلی دی.

يادي شبکې د خپلو کارونکو دغه نوې شمېره د خپل نوي اپليکېشن د معرفي کولو پرمهال په ډاګه کړه.

دغه نوی اپليکېشن IGTV نومِيږي، چې زياته برخه يې يوټيوب ته ورته ده او کارونکي پکې له يوې دقيقې زيات او آن يو ساعته ويډيوګانې هم پورته کولای او کتلای شي.

دغه نوی اپليکېشن د آنډورايډ او آپل برېښنايي سټورونو لپاره هم چمتو شوي دي، ترڅو د خلکو لاسرسی ورته اسانه شي.


ساينس او ټکنالوژي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t