آپل له غلو څخه د خپلو سټورونو د ساتلو لپاره پوليس ګماري

آپل له غلو څخه د خپلو سټورونو د ساتلو لپاره پوليس ګماري

ژباړه: عزت الله ذکي

آپل شرکت د کالفورنیا پولیسو سره يو تړون وکړ، چې له مخې به يې له غلو څخه ددغه شرکت د سټورونو ساتنې ته پوليس ورکوي.

دغه شرکت د کالفورنيا پوليسو سره ياد تړون وروسته له هغه وکړ، چې شاوخوا د يوه ميليون ډالرو توليدات يې غلا شول.

د شوي تړون له مخې دغه پوليس به د کالفورنيا ايالت د «ساکرامينټو» او «روزوايل» سيمو په سټورونو کې ځای پرځای شي.

هغه غلاوې چې دې وروستيو کې د نړۍ ۱۹ هيوادونو کې د اپل په سټورونو کې وشوې، پکې ددغه شرکت ۱۷ کارکوونکي هم تورن شول.


ساينس او ټکنالوژي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t