چین له شپږو تر اتو پورې سپوږمکۍ فضا ته توغوي

چین له شپږو تر اتو پورې سپوږمکۍ فضا ته توغوي

د چین رسنۍ وايي، د روان کال تر پايه پورې به په چين کې له شپږو څخه تر اتو پورې د بۍ دوسپوږمکۍ فضا ته وتوغول شي.

د چين د لارښوونکو سپوږمکيو له لسمې غونډې وروسته رسنیو ته ویل شوي چې چين به د روان کال تر پايه پورې له شپږو څخه تر اتو پورې د بۍ دو سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي او د بۍ دو سيستم کاري توان به پياوړې کړي.

د چين د خلکو ورځپاڼې په نوم رسنۍ وايي، چين به په ۲۰۲۰ کال کې د لارښوونکو سپوږمکيو مخکښ سيستم جوړ کړي او د نورو هېوادونو لپاره به لاغوره خدمتونه وکړي.

د بۍ دو سيستم په فضا کې د چين ډېر مهم بنسټ یادیږي او د ۲۰۱۸ کال په پای کې د بۍ دو درېيم نمبر په نوم د سيستم له جوړېدو راهيسې حالت يې ثابت ساتل شوی دی.



هراړخیز او معلوماتی

تبصره وکړئ

avatar
t