د تاجکستان په وړاندي لوبي ته افغان فوټبال فدارسیون د ۲۲ لوبغاړو لیست خپور کړ

د تاجکستان په وړاندي لوبي ته افغان فوټبال فدارسیون د ۲۲ لوبغاړو لیست خپور کړ

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په یوې دوستانه لوبه کي د راتلونکي جون میاشتي په ۷مه نېټه د تاجکستان فوټبال ملي لوبډلي سره د تاجکستان په کوربتوب لوبیږي، چي یادي لوبي ته نن پنجشنبه افغان فوټبال فدارسیون د ۲۲ لوبغاړو لیست خپور کړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چي په دې لیست کي دوه ګول ساتونکي فیصل حمیدي او احمد حلال حیسني دي، خو پاته ۲۰ لوبغاړي بیا داوید نجم، فرزاد عطایی، ذوالفقار نظري، هارون امیري، مرتضی رضایي، محبوب حنفي، بینامین نجم، نجیم حیدري، شریف محمد، فیصل شایسته، نورالله امیري، آدم نجم، یارمحمد ذکرخیل، مصطفی ځاځی، جبارشرزه، عمران حیدري، فرید سادات، نورحسین، فرشاد نور او محمد نعیم رحیمي شامل دي.

د دوی په خبره، چي په دې لیست کي ۵ لوبغاړي د داخلي لیګونو ټاکل سوي.

اُمید پوپلزی، امرالدین شریفي، مازیار کوهیار او حسن امین د خوږ له امله، مصطفی ازادزوی، زبیر امیري، آباسین علي خېل د کلبي لوبو له امله او اویس عزیزي بیا د نوي کلبي لوبډلي سره د تړون امضا کولو له امله په دې لوبه کي ګډون نسي کولای.

راپور: صابر حمیدي



خبرونه، فوټبال

تبصره وکړئ

avatar
t