سلمان خان: “ماشوم غواړم، آما د ماشوم مور نه غواړم”

سلمان خان: “ماشوم غواړم، آما د ماشوم مور نه غواړم”

د بالیووډ سېنما وتلې او باتجربه ستوری سلمان خان چي د خپل خاص کردار او د غریبو خلکو سره په مرسته کولو سره یې په بالیووډ سېنما کي خاص ځای ځان ته پیداکړي دي، پدي ورستیو کي يې د ماشوم درلودلو په هکله خبري کړې چي دا خبري یې په ټولنیزو رسنیو کي اوس په یوه توده موضوع بدله سوی ده.

هر څوک ماشوم خوښوي او غواړي چي اولاد ولري، سلمان خان هم دا هر څه ته اړتیا لري اوغواړي یې، اما جالبه دا ده چي نوموړی ویلي دي چي د ماشوم مور نه غواړي. سلمان دا خبري د ممبی مایریر سره په یوه مرکه کړي او ویلي یې دي:(( هو زه ماشوم غواړم، اما د ماشوم سره یې مور هم راځي، کوم چي زه یې نه غواړم، اما دوی یوه ته ضرورت لری، زه پور کلی لرم چي د هغه روزنه او ساتنه وکړي.))

(( هو زه ماشوم غواړم، اما د ماشوم سره یې مور هم راځي، کوم چي زه یې نه غواړم، اما دوی یوه ته ضرورت لری، زه پور کلی لرم چي د هغه روزنه او ساتنه وکړي.))

د سلمان په هکله مخکي (ټایمز اف انډیا) داسي راپورونه خپاره کړي وه چي ګواکي نوموړی د شارخ خان او کرن جوهر په شان د  (Surrogacy) له طریقه ماشوم پیداکول غواړی، دا هغه حالت چي بی له کوروالي د پیچکارۍ په وسیله په سپرم بله ښځه حمل سي او ماشوم د پیدا کیدو وروسته سلمان خان واخلي، اما تر اوسه نه سلمان خان او نه  هم نوموړی ته نږدي سرچنیو د ( ټایمز اف انډیا ) دا راپور تائید کړي دی.

پاته دي نه وي چي سلمان خان د بالیووډ د ښکلې سېڼمايي ستورې اشواریا رای سره مینه درلود، چي د ځینو ستونزو له وجي یو له بله جلا سوه، چي په پایله کي اشواریا رای د بالیووډ د باچا امتیابچن له زوی ابیشیک بچن سره واده وکړ او سلمان خان د زیات وخت ورسته بیا د بالیووډ د بلې ښکلې ستورې کترینا کیف سره مینه پیدا سوه چي یاده جوړه بیا هم د ځینو ستونزو له وجي جلا سوه او که څه هم اوس یاده جوړه یوله بله سره  دېره وختونه یو ځای لیدل کېږي اما د میني خبري یې له پیکه دي.


بالیووډ فلمي نړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t